Najeebullah Ahmad zai
لیدلي مي له دواړو دي ، بې رحمه سزاګاني
احسان دي په ما نه کوي ، جانان او زندګي .
23/03/2026
له ځان نه د مني وچې پاڼې مه جوړوئ، چې هر لوري ته باد تېز وي، تاسې هم ورسره الوځئ. حق او نا حق وپېژنئ، او یوازې د حقیقت ملاتړي شئ. د حقایقو په درک او پېژندنه کې د افرادو او پلویانو شمېر ته نه؛ بلکې د موضوع عمق او کره والي ته پام وکړئ. همدا یې سمه لاره ده!
23/03/2026
زما د ژوند له پاڼې:
یوه ورځ مې مور راته وویل چې: "پلار دې تر ما ډېر درباندې ګران دی." ما غوښتل ورته ووایم چې ته هم راباندې ګرانه یې، خو خوله مې بنده شوه؛ هېڅ داسې الفاظ راسره نه وو چې د هغې د ګرانښت اندازه ورته بیان کړم. له هغې ورځې راهیسې دوه کاله وشول، خو تر اوسه مې داسې کلمې پیدا نه کړې چې ورته ووایم څومره راباندې ګرانه یې. تل مې چې د مور په هکله فکر کووم، دا بیتونه مې ذهن ته راځي:
هېڅ تشبیه درسره نه ده سمه شوې
ته خو ښکلې یې، زما له هر مثاله!
»»»مالیار√
23/03/2026
په حقیقت کې ډار نشته.
یواځینی ځای چې ډار پکې دی، هغه زموږ په ذهنونو او هغه خیالاتو کې دی چې د راتلونکي لپاره یې لرو، خو زما له دې خبرې غلط مفهوم وانخلي!
سمه ده ډار حقیقت نه لري، خو خطر یو حقیقت دی او ډار یو انتخاب!!
18/03/2026
که انسان ته هر څومره علم، پوهه، فقه، درک او روایات ورکړل شي،
خو که دا هر څه له ښو اخلاقو سره مله نه وي،
نو د هغه انسان علم به د هغه د کور تر دروازې هم وا نه وړي.
علم د انسان ځواک دی، خو اخلاق یې ارزښت دی.
د چا چې د اخلاقو کچه لوړه وي، د علم کچه یې هم ورسره لوړېږي.
عالِم، لوستی او باخبره اوسه،
خو خپل اخلاق د سر تاج وګرځوه.
ځکه علم ذهنونه پرانیزي،
خو اخلاق زړونه پرانیزي او د انسان اثر تلپاتی کوي.
18/03/2026
Hossai Zarif Andar has won the Frankfurt City Council elections, securing approximately 53,000 votes according to reports. Andar stated that this victory is not just her personal success, but a victory for a greater Afghanistan.
16/03/2026
ما فکر کاوه، چې تر ټولو بد ژوند دا دی چې یوازې پاتې شې
خو.... نه!
ټولو ته دا احساس ورکړئ، چې تاسې یوازې یاست.
چلندونه له وخت سره تړلي دي، په رَویو پسې منډې مه وهئ، هسې به خپل ژوند مشکل کړئ، ځکه چې اړیکې په زاریو او منتونو نه ټینګیږي.
هغوی چې درومي نو لار ورکئ چې لاړ شي، هېڅوک هم د دنیا اخري شخص نه وي، که مو خپل عزت نفس ساتلی وي نو باور ولرئ چې د سترګو په وړاندې به مو هم نظر ته نه درځي.
د ځینو خلکو لپاره همدا سزا کافي ده، چې ورته مخامخ هم یاست خو لاسرسی درته نه لري.
@
16/03/2026
عادي ورځو کې ډېر شمېر خلک زموږ سره وي.
په خوشالۍ کې دا شمېر لا پسې لوړېږي، او د سختۍ او ستونزو په وخت کې دا شمېر ورو ورو کمېږي
خو تر ټولو رښتیني خلک هغه نه دي چې یوازې زموږ په سختیو کې پاتې شي،
بلکې هغه دي چې زموږ او د دوی تر منځ ستونزه پیدا شي، بیا هم زموږ ترڅنګ ودرېږي.
هغوی چې زموږ سختي درک کړي،
زموږ چلند، زموږ غوصه، او زموږ ګډوډ احساسات وزغمي.
هغوی چې زموږ بېعلاقه توب، زموږ خراب چلند، او زموږ تر منځ اختلافات وویني،
خو بیا هم د تګ پر ځای د پاتې کېدل انتخاب کړي.
ځکه ریښتینی پاتي کېدونکي خلک یوازې هغه نه دي چې د ستونزو پر وخت له تاسره شتون ولري.
بلکې هغه دې چې د اختلافاتو او مشکلاتو باوجود مونږ سره واوسي.
همدا خلک اصلي پاتي کېدونکي دي
16/03/2026
روسي ادیب لیو ټولسټوي:
یو وخت له خپله ځانه څخه دا درې مهمې پوښتني وکړې او بیا یې هغه ته داسې ځواب ورکړ:
۱ ـ ستا په ژوند کې تر ټولو مهمه شېبه کومه ده؟
۲ ـ تر ټولو مهم کار کوم دی؟
۳ ـ تر ټولو مهم انسان څوک دی؟
حیرانوونکې دا ده چې دغو پوښتنو ته یې یوازي په یوې کلمې ځواب ورکړ:
(اوس)
یعنې زموږ په ژوند کې تر ټولو مهمه شېبه همدا اوس(حال) ده چې موږ پکې ژوند کوو.
تر ټولو مهم کار هماغه کار دی چېذموږ یې همدا اوس ترسره کوو.
او تر ټولو مهم انسان هماغه څوک دی چې همدا اوس زموږ تر څنګ ناست دی.
دا معنا چې که ته د “اوس” د کلمې ریښتینی مفهوم درک کړې، نو دا به ستا په ژوند کې یو حیرانوونکی بدلون راولي؛ ځکه “اوس” د بریا، نوښت او بدلون له سرو زرو کلیو څخه یوه مهمه کلي ده.
پيج درسره فالو کړي .
16/03/2026
د هر چا په سترګو کې خپل ارزښت مه لټوئ، که تاسې د سرو زرو هم شئ، ځينې سترګې يوازې د خاورو ډکې وي!
ځکه ارزښت هغه څوک درک کولی شي چې زړه يې پاک وي.
خپل مقام د خلکو په نظر مه تلوئ، بلکې په خپل کردار کې يې وساتئ.
هر څوک د لمر رڼا نه شي زغملی، ځينې خلک د تيارې عادت لري.
ته که رڼا يې، نو روښانه پاتې شه، که څوک سترګې پټوي، دا ستا کمي نه ده.
ځان مه کموه، الله چې لوړ کړی يې، د خلکو خبرې دې نه شي ټيټولای. #
د ایران پوځ د دوبۍ او دوحې د ځینو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د امریکا د پوځ د شتون له امله ښايي په راتلونکو ساعتونو کې هلته بریدونه وکړي.
#خبر ...
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Sharjah
