lkramullah zwak
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from lkramullah zwak, Health/Beauty, Kunar Asmar, Asadabad.
چې دوست دې خرڅ نه کړي
نو دښمن دې نشي اخیستلی
یقنا چې په ملګرتیا کې تر ټولو مهم شی باور دی
هر سړي ته دواره دملګرتیا لاس مه ورکوه لومړی شخص وپيژنه، دهغه کړنې په ټولنه وڅاره او ځان ډاډه چې ایا قابل دملګرتیا دی او کنه،همدارنګه دملګرتیا کولو نه مخکې یو یا څو ځل یې امتحان کړه چې ایا دباور وړ دی او کنه
خو که چیرته دې هر سړي ته په پټو سترګو دملګرتیا لاس ورکو نو په راتلوونکي کې به درته له دغو یارانو ماران جوړ شي او ځان به ترې نشې خلاصولی
هغه وایې چې ملګری یو دې وي خو چې نر وي
هدف مې دادی چې ماران باید له اول وپیژندل او ځان ترې وساتل شي
17/04/2025
دوه بیتونه
بې وزرو الواته کووم په خیال کې
دهوا نه دې کاته کووم په خیال کې
معرفت کوم د مینې په الفاظو
دیو چا سره شناخته کووم په خیال کې
اکرام الله ځواک
نوی غزل
یوه شپه نه ده چې سحر شوه او رڼا ده
ستا په یاد کې هره شپه په ما سبا ده
بې مطلبه یار پيدا کړم مطلبي شي
په قسمت مې راپرې وتې څه بلا ده
مین شوی زه په رنګ یم په زړه نه یم
رانه شوې دا په ژوند لویه خطا ده
صرف وایه چې څه وایې غلی نشې
ستا خبرې دخوږمن زړګي دوا ده
دا چې غلی په څنګ تیر شوې نه راګورې
راته وایه دا د کوم جرم سزا ده
په لیدلو چې یې زړه زما ارام وو
هغه نه وینم له سترګو مې پنا ده
د وفا نښې زه ټولې تا کې ګورم
”ځواکه“مینه دې له نورو نه سېوا ده
اکرام الله ځواک
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Asadabad
