Qismat Khan Katawazai
,,,
08/05/2025
د نړۍ تر ټولو قیمتي اوبه!
ایا کله مو اورېدلي دي چې "750" ملي لېټره د اوبو بوتل به "60000" زره ډالر قیمت ولري ؟
خلک به هم وایي چې څه اب حیات خو نه دي څوک یې څه کوي .
خو حقیقت دا دی چې همداسې اوبه شته چې یو بوتل یې په "60000" ډالر قیمت لري .
دا اوبه په فجي او فرانسه کې له یوې ځانګړې طبیعي چینې اخیستل کیږي او په بوتل کې یې "24" قیراطه سره زر لګول شویدي ، دا د الټرا پاکو اوبو یو سمپل دی .
مطلب دا په عام ډؤل د خرڅ لپاره نه دي بلکې یو سمپل بوتل او اوبه دي چې د "Acqua di Cristallo Tributo a Modigliani " د شرکت لخوا جوړ شوی .❤❤
03/05/2025
ځینو هندي رسنیو په حیرانتیا سره راپور ورکړی، چې د مکېش امباني کور چې په دوه میلیارده ډالر جوړ کړی تر اوسه پورې«AC» نه لري!
خو داسي نه ده! البته هغه خپل په قصر کې داسي سيسټم کار کړی چې د ودانۍ دننه ټول اړخونه په طبیعي شکل يخوي.
مانا دا لا څه ډول شوق دی 🧐
سی نه کار په هغه سه کار
Katawazai Garden🎄🎄🏝
غزله
ځېنې خلګ په زړه سخت لکه ډبره
څه مایوسه دې روان شومه له دره
دافغان په مېله خاوري دې اوښتې
څه سړي مو پکې مړه لکه سره زره
زېړو وړانګو خو دې تللی یار را یاد کړ
ته شاید یې په اسمان کې پاس لمره
سره مو ورکړل د ګېلټو په طول لاړل
یې راغلی له پنجابه یې زرګــــــــــره
خدایه نه کوم ګېله خو تربګلوي ده
لور دې راکړه اوس یې نېکه کړې راستره
خدایه تاته خو یوشی هم سخته نه دې
ته یې یؤ کړې پښتانه ده لر او بــــــره
ش کلیوال کټوازی
21/04/2025
سلمانی وال باید داغوښتنه ومنی
😜😜🫣
دروغو ریښتیا ته وویل: "راځه چې یوځای لمبا وکړو، د کوهي اوبه ډېرې ښې دي."
ریښتیا شک وکړ، او اوبه یې وازمایلې، واقعاً اوبه ښې وې.
نو دواړو خپلې جامې وکښلې او د لامبو لپاره کوهي ته ښکته شول.
خو ناڅاپه، دروغ له اوبو ووت، او د ریښتیا جامې یې واغوستې او وتښتېد.
ریښتیا، چې له غوسې نه ډک ، له کوهي راووت څو خپلې جامې واخلي.
خو نړۍ چې کله ریښتیا لوڅ بربنډ ولید، نو له کرکې او نفرت سره یې ترينه مخ واړاوه.
بيچاره ریښتیا شرمېدلې بېرته کوهي ته ولاړ او هلته تلپاتې پټ شو.
له هماغه وخته راپدېخوا، دروغ د ریښتیا په جامو کې په نړۍ کې ګرځي،
او نړۍ خوشحاله ده... ځکه چې نړۍ ته د بربنډ ریښتیا لیدل خوښ نه دي.
18/04/2025
که یې د موبایل ښېښه درښېرنه کړه، که د کتاب کومه پاڼه یې در وشلوله، که یې د کور کوم لوښی درمات کړ؛ که یې وژړل، که یې په زوره او لوړ غږ وخندل، که یې له خوب راویښ کړې؛ که یې د اوبو څو څاڅکي ستا مخ ته در وشیندل، که یې په غېږ کې ځان در ګوذار کړ، ناراحته کېږه مه! خفه کېږه مه! زړه مه تنګوه! بختور یې چې وړه ،❤️خورکی❤️ لرې. څومره مهربانه وي. له ګوتو دې ټکان دروباسي. د قدم وهلو پر وخت تا له ګوتې نیسي. خوّله دې په خپله لمن در وچوي. چای درته اچوي. اوبه درته راوړي. سر درته زوروي. چاپي کوي دې. د ستړیا، بې خوبۍ پوښتنه درنه کوي. مچې درنه اخلي. لوڼې لوی نعمت دی.♥️
مخکیني لیکل
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Bagrami
