HELAL
په دغه پاڼه کى دينى ،جالب ،پوهنيز ،طبى اونور معلومات خپ
خلک موسمونه دي، بدلېږي… زړه دې ثابت ساته 🌙
🌙✨ د اختر مبارکي پیغام ✨🌙
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانو دوستانو او درنو مینه والو! د نیکمرغه کوچنی اختر په دې خوږو او برکتناکو شېبو کې تاسو ټولو ته د زړه له کومي مبارکي وایم. الله تعالی دې دا مبارکه ورځ ستاسو لپاره د رحمت، مغفرت او خوښۍ سبب وګرځوي.
لکه څنګه چې موږ په دې پاڼه کې د ديني، طبي او تعلیمي معلوماتو خپرولو هڅه کوو، هیله ده چې راتلونکی وختونه هم د علم، پوهې او خدمت ډک وي. الله تعالی دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې د نورو لپاره ګټور واوسو.
🤲 الله دې ستاسو عبادتونه قبول کړي
🤍 زړونه مو له مینې ډک کړي
🌸 کورونه مو له خوښۍ او برکته ډک وساتي
اختر مو مبارک! 🌙🎉
24/09/2025
پوسټ کاپی دی!
که د کور د کشرانو، زوي او ورور سره مو داسې څه ولیدل چې تاسو نه وي ورته اخیستي، حتما یې پوښتنه وکړئ،چوپ پاتې کېدل مو ډېره غټه اشتباه ده
د ایفون، الټرا، کاټن کالیو او پۍمخیو په دې کش او پش کې د ډېرو د عزت لمنې سره د پښو په سر واوښتې
د نورستان، ځاځي اریوب او کنړي سیند منظرې داسې مفته ندي چې بیا د شپې د څملاستي خیمه هم یک ایوه وي،د کامې شيريخ، د ماهيپر اوږده تونلونه،د باميانو غټ غټ بتان د بند امير په غاړه يخه شپه او د ادم خان کبابي کبابونه خوړل په هي ـ هي نه کیږي د عزت قــ\رباني غواړي
بې ادبي دې معاف وي، زموږ خوستوال په خپله لهجه کې یو متل کوي وایي: ورېر یې که ورتېر یې که
یانې څوګ چې لغړزني ته د ورورۍ لاس ورغځوي نو اوړو کې یې شږه حتمي وي
تر اوسه دیما یو ورور هم پیدا نۀشو،خو لغړزني ۱۶۰ وروڼه لري درحالې څې د سکه ورور سره په دسترخوان په دوهمه کیسه نېغ وي
زه تر اوسه داسې مبایل ګرځوم چې مخابره ترې سل چنده ښه ده خو پۍمخي په مخ جوب کې درې سترګی ایفون او په لاس کې الټرا غبرګ ګرځوي
نن په مارېکس سبا په جې ټوډي کې لاس جیګ کړي او غر تېر شي ترڅې سټوري یې ووینو چې ژڼی نورستان ته رسیدلی دی
الفجر، واسکټ، کاټن کالي، ورزشي بوټ او د سپینو زرو ګوتمۍخو مه حسابوه
د مسینجر چټ ،د فسبوک، ګوګل، یوټوب او ټویټر فاحش سرچونه یې که ووینئ سترګې به مو د شرمه اننګو ته را ځوړندې شي
زه بدګومان نۀیم خو داسې څه ډېر وینم، هیله ده پر خپلو ماشومانو او د دوي پر ملګرو نظر واچوئ چې د کوم باغ مولۍ دي،د فامیل د دې خام هلک دا نوي زرګونان چې چرګان پې حلالیږي د کومې خزانې څخه دي؟
دا په شپو ـ شپو چېرته ورک وي؟ او دا قسما قسم نعمتونه پرې د من او سلوا په رقم له کومې خوا راوریږي.
د خوشاله ژوند راز، محدودې تمې، محدودې اړيکې او محدودې غوښتنې!
باور وکړئ؛
د ژؤند سره- سره، د ځینو پۀ نشتون دا مجازي نړۍ هم بدرنګه ښکاري؛ ان زړۀ پسې نری- نری درد کوي.
چې دا ځینې ولې خدای لۀ نورو جلا پېدا کړي وي؟
(֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ᠀ࡅ߭ܒ)
د ځینو پۀ خټه کې،
خالق دومره خواږۀ اچؤلي؛
چې یو سالم انسان ېې، د خوږ والي راز پۀ شته الفاظو کې نشي رانغاړلی.
ځینو ته زړونه...❤
(֔֔م֔֔֔ی֔֔֔ن֔֔֔ه֔❤️او ژ᠀ࡅ߭ܒ)
د زیاتو ټولنیزو شبکو استعمالوونکو ګټې!
کچیرې په یوه هیواد کې د ټولنیزو شبکو استعمالوونکو تعداد زیات وي لاندې ځینې ګټې لري.
په چټک ډول معلوماتو ته لاس رسۍ، علمي او تعلیمي اسانتیاوې، اقتصادي او سوداګریزه وده، د حکومت او ولس تر منځ نیږدې اړیکه، فرهنګ او دود پیاوړي کول او همدارنګه د داخلي او خارجي سیلانیانو لپاره د ښکلو سیمو لیدو زمینه برابرول. ددې څخه علاوه په نن سبا نړۍ کې ټولنیزې شبکې د عوایدو یوه بهترینه سرچینه ګرځیدلي ده. هره کمپنۍ د خپل اعلان لپاره چې په ټولنیزو شبکو یې خپروي د خلکو یا لیدونکو تعداد او مارکیټ ګوري. هندوستان د ټولنیزو شبکو زیات استعمالوونکو له امله پدې برخه کې مخکې ده.
#انلاين #مونيټايزيشن
د ګوګل شریک بنسټ ایښودونکي سرګي برین خیریه بنسټونو ته د خیریه کارونو لپاره ۷سوه میلیونه ډالرو مرسته وکړه
راپور وايي چې سرګي برین د مرستې ډېره برخه Catalyst4 نومي غیر انتفاعي ادارې ته ورکړې، چې د بدن د مرکزي عصبي سیسټم د ناروغیو په اړه څېړنه او د اقلیمي بدلونونو د کړکېچ لپاره په حل کې حل لارې موندل کیږي.
کاپي
په ابوظبي کې د نړۍ تر ټولو لوی AI ډیټا مرکز جوړېږي! 🤖
OpenAI اعلان کړی چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې به د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو ستر ډیټا مرکز جوړ کړي.
دا مرکز به نه یوازې د سیمې لپاره، بلکې د ټوله نړۍ لپاره د AI پرمختګ یو مهم پړاو وي.
پلان دا دی چې دا مرکز به د لوړ ظرفیت ماشینونه، عصري ټیکنالوژي او پراخې سرچینې ولري.
🌍 نړۍ د AI په لور چټک ګامونه اخلي
کاپي
پاکستاني رسنۍ وایي، په دغه هېواد کې د ګوګل، مایکروسافټ، فیسبوک او نورو پلیټ فارمونو سره تړلي ۱۸۴ میلیونه پاسورډونه افشا شوي دي او د دغه هېواد د سایبري امنیت ادارې له خلکو غوښتی، چې ژر تر ژره خپل مهم پاسورډونه بدل او دوه مرحلې یا ټوفیکټر ویریفکیشن دې فعال کړي.
د پاکستان سایبر امنیتي خبرداري ادارې له خلکو غوښتي، تر هغې چې یاد تنظیمات مو نه وي، ترسره کړې، د مشکوکو لینکونو او یا برېښنا لیکونو له کلیک کولو څخه ډډه وکړئ.
کاپي
یوه لایک د یوې هندي انجلۍ اقتصادي ژوند ته بدلون ورکړ!
ویراټ کوهلي څو ورځې وړاندې په غلطۍ سره د هند تلوزیون یوې اداکارې د (اونیت کور) یوه عکس ته په انسټاگرام باندې یو لایک ورکړی وو چي په ټولنیزو رسنیو کې لویه خبره ترې جوړه شوه، او کوهلي خپل لایک بېرته پاک کړ خو.
اونیت کور په دې یو لایک سره 1.8 میلیونه فالورز ترلاسه کړل او د 12 تجارتي کمپنیو سره یې قراردادونه وکړل چی 5 کروړه قیمت یې لرلو.
کاپي
Click here to claim your Sponsored Listing.
Contact the business
Telephone
Website
Address
Chak
