Arifullah Arif
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Arifullah Arif, .
شاعر منیر بنوری
غزل
تورې سرې او ګورم شنې زرغونې سترګې
که مې لګي د وطن پر جنډې سترګې
له تا جار چې په ورغوي کې دې راوړې
له ما ورکې وې له ډېرې مودې سترګې
تروږمۍ ده سپوږمۍ ورکه ترۍ تمه
مړې دې نه شي هغه بلې ډیوې سترګې
لکه نشت وم، له یو چا نه دومره هېر یم
د یو چا مې نن بلها یادېدې سترګې
ګام په پام اخله خوږېږې لارویه!
پر دې ځمکو د نازکو پرتې سترګې
که دې زده نه وي لامبو میَنه وړي دې
دریابونه غورځنګونه څپې سترګې
د زړه خُم ور تشوه چې عالم تږی
چې نوشلې به دې ډکې پیالې سترګې
د سپوږمۍ ستورو ډیوو حاجت یې نه و
په دې کور کې بلېدې د ادې سترګې
په جېب جېب د کایناتو کې رانجه دي
په لټون یې قافلې قافلې سترګې
وي تمځای به یې ردیف د رڼاګانو
په غزل کې مې روانې قافیې سترګې
د کاروان د زړۂ سرود په مینه اوري
په محفل کې ورته ناستې لمدې سترګې
شاغر جهانزیب جوهر
***
هغه سندره چې یې ستا په محبت کې وایم
په زړه مې لیک ده خو دا لیک به په جنت کې وایم
بیا مې بدغږي مارغان زړه ته په مښوکو وهي
د یوې بلبلې مرثیه هم په خلوت کې وایم
کاشکې شبنم شمه د ګل په غېږ کې غلی کېنم
د چا د زلفو خوشبویي چې په الوت کې وایم
د لېونۍ مینې دا دومره پیرزوینه دې جار
چې مینه مینه په غوږونو د نفرت کې وایم
راتلونکې څانګې به لاسونه راته و پړکوي
د ګل غزله د ازغیو په مالت کې وایم
د زړه یوه خبره دوه ځله کاروانه واوره
چې په دوو اوښکو یې د دوو سترګو په وت کې وایم
سلام ملکرو
دعبدالولی زړه سواند یو شعر درته ډالۍ کوم په د هیله چې دخوښی وړ مو وکرځي
شاغر: عبدالولی زړه سواند
دفکر جوړونه ښه قوي عزم په کار دی
امتي مسلمه ته فولادي عزم په کاردی
دکفراوالخادتوري تیاري هرخواخوریدي
هرځوان او هر زلمي ته دفاعي عزم په کار دی
چې بیا هم شړیدلۍ تیت فرق امت راټول کړو
دحوږ نبي په شان اتخادي عزم په کار دی
اقصاء سترګي په لاره دوباره آزادي غواړي
یهود چې شې سر ټیټي آیوبي عزم په کار دی
په ټوله اسلامي نړۍ چې بیا قران خاکم شي
هغه چې نړیدلۍ عثماني عزم په کار دی
ځواب یې په توره هر باطل ته و زړه سوانده
دي نن عصر ته هغه خالدي عزم په کاردی
مسافرو ته ډالۍ
ضمیر خان ضمیر
راشه چې یو ځل خو سره وکړو شعرجنګي
شا و خوا نارې دي د مرګي
پاتې به شاهي له تا، له ما وي ملنګي
شا و خوا نارې دي د مرګي
***
ژوند څه دی؟ د سهوې افسانه ده د غنم
ما و تاته پاتې له حوا او له آدم
ګل غوړېدل ښه که د غوټیو زړه تنګي
شا و خوا نارې دي د مرګي
***
موسکه شه له زړونو نه به غم را ټولوو
راشه له ګلپاڼو به شبنم را ټولوو
ډک به له شبنمه کړو د بر کلي منګي
شا و خوا نارې دي د مرګي
***
زړونه وچې پرښې دي درزونه په کې هم
و سپړه ګلونه او رازونه په کې هم
خوږ دې دی نظر لکه پر للمه وُرینګي*
شا و خوا نارې دي د مرګي
***
ستا ملالې سترګې د وطن په کې تصویر
ناست په کې یوسف دی د خوبونو د تعبیر
دی به ماتوي د پردو خپلو دوه رنګي
شا و خوا نارې دي د مرګي
***
نیمه پېړۍ کېږي چې دی بخت را سره وران
شي به را پخلا که شو وطن راباندې ګران
هېڅ نه ده په کار په دغه کار کې بې ننګي
شا و خوا نارې دي د مرګي
***
ستا کاروان خو ستا په مینه مینه دی خمار
سترګې یې دي سرې بې له نشې لکه آنار
څښي د غزل جام نه شرابي دی نه بنګي
شا و خوا نارې دي د مرګي
