Hazrat Bilal Saleem
Hazrat Bilal from Kunar
13/01/2023
راتلوونکى حقيقت
په لږ توپیر مې ژباړل:
کله چې تاسو مړ شی، د کورنۍ غړي به مو ویر وکړي او دا ویر به ډېر ونه پايي
ستاسو مړی به لا په کور کې وي، خو کورنۍ به مو د میلمنو لپاره د خوراک او څښاک په برابرولو بوخت شي
کله مو چې جنازه هدیرې ته انتقالېږي، په هدیرې کې به ستاسو ځینې خواخوږي او دوستان خپلې کېسې کوي
ټول یاران او دوستان به مو په جنازې کې هم نه وي او یو شمېر به ستا د کورنۍ غړو ته زنګونه وهي او د خپل نه راتګ پلمې به ورته بیانوي
ستاسو له مرګ دوې درې ورځې وروسته به ستاسو دفتر، اداره او هغه ځای چې تاسو په کې کار کاوه، ستا په ځای به د بل کس په ګمارلو فکر کوي او لاس په کار به شي
اولادونه به مو هم ژر عادي ژوند، ښوونځي، پوهنځي او مجلسونو ته تګ راتګ پیل کوي
یوه میاشت وروسته به ستا مېړه/ښځه تلویزون ته ناست/ه وي او مزاحیه ډرامه به ګوري او د زړه له اخلاصه به خاندي
او تاسو به په دې ډول د خپلو عزیزانو له ذهنونو او زړونو ووځي او د تل لپاره به هېر شئ
خلک مو ډېر ژر هېروي؛ نو بنآ، خپل ژوند وکړه، ښه یې وکړه او په خپله خوښه یې وکړه.
#ژوند
کاپی
Jafar Haand
12/01/2023
د قیامت د ورځې د محکمې ځینې قوانین مخکې له دې چې له دغه لویې محکمې سره مخ شئ، باید ویې پېژنې:
*1- دوسیي به پټې او سري نه وي*
﷽ ﴿ونُخرِجُ لَهُ يَوْمَ القِيامَةِ كِتابا يَلقاهُ مَنْشُورًا﴾...
ورځ په قیامت به ورته خپل کتاب غوړیدلی راوباسو.
*2- د سختو امنیتي تدابرو لاندې به وي:
﷽ ﴿ وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴾...
هر څوک په داسې حال کې راځی چې یو شړونکی او یو شاهد ورکونکی ورسره وي.
*3-ظلم هیڅ امکان نه لري*
﷽ ﴿وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ﴾.. ...
او زه په خپلو بندګانو هیڅکله ظالم نه یم ..
*4- کوم مدافع وکیل به هم نه وي*
﷽ ﴿اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا﴾..
ورته به وويل شى چې د خپلو (کړنو)کتاب ولوله. ته په خپله نن پر ځان باندې د حساب کونکي په توګه بس یې.
*5- رشوت او واسطه نه چلیږي*
﷽ ﴿يَوْمَ لا يَنفَعُ مَالٌ وَلا بَنُونَ﴾...
په دغه ورځ به شتمني او نه اولاد ګټه رسولی شي
*6- د نومونو ورته والی به هم نه وي*
﷽ ﴿وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا﴾...
او ستا رب هيڅکله هیرونکی نه دی
*7- لاس په لاس د حکم ورکول*
﷽ ﴿فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ﴾...
نو هغه څوک چې عملنامه یې په ښی لاس ورکول کيږي نو وايي به دا ده زما عملنامه وایې اخلئ او ویې لولولئ.
*8- غایبانه فیصله به نه کیږي*
﷽ ﴿وَإِنْ كُلٌّ لَمَّا جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ﴾..
كه څه هم هرومرو به دوی ټول موږ ته حاضر کړای شي
*9- نقض او اسئناف به هم نه وي*
﷽ ﴿مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ﴾...
او زما وینا هيڅکله نه بدلیږي.
*10-د دروغو شاهدان هم انټن نه ورکوي*
﷽ ﴿ يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ }....
دا هغه ورځ ده چې په دوی باندې به د دوی ژبې لاسونه او پښې ګواهي ورکوي
*11-هیرې شوې دوسیې به نه وي*
﷽ { أحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ }
الله هغه شميرلى دى او دوي خپله دغه کړنې هیرې کړي دي.
وړاندی کونکی محمد غنی درویش
الله ﷻ مودي بی حسابه جنت ته داخیل کړی امین
08/01/2023
Image: پشتو حدیثونه او غوره... - پشتو حدیثونه او غوره ویناوی Found on Google from www.facebook.com
07/01/2023
07/01/2023
*حدیث شریف*
*رسول اللهﷺ فرمایلي:*
*-داسې هیڅوک نشته چې، مړ شي او پښېمانه دې نه وي؛ نو ژوند غنیمت وګڼئ، نیکي وکړئ او ګناهونه پرېږدئ!*
*صحابه کرامو وویل چې، یا* *رسول اللهﷺ! د پښېمانۍ سبب به څه وي؟*
*رسول اللهﷺ وفرمایل:*
*که نېک وي هغه به ځکه* *پښېمانه وي چې، ډېرې نیکۍ يې ولې نه دي کړي او که بد کاره وي؛ نو هغه به پښېمانه وي چې، له ګناهونو څخه يې ځان ولې نه ساته!*
*(رواه الترمذي)*
*ګرانو وروڼو او خویندو!*
*مرګ هغه تریخ حقیقت دی چې، یو ورځ ضرور راتلونکی دی؛ ځکه الله تعالی فرمایي:*
*-كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْت...*
*ژباړه:*
*-هر نفس به د مرګ مزه څکي.*
*نو راځئ چې، مرګ ته چمتوالی ونیسو خپل ژوند غنیمت وګڼو،* *ګټه ترې واخلو او نېک اعمال زیات کړو.*
انما اموالکم واولادکم فتنه والله عنده اجر عظيم
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Kunar
