Beauty of Baina
I created the page so I could help someone
May Allah grant long life to all people.
20/10/2021
له پنده ډکه کیسه
يو ورځ حضرت عمر (رض) په لاره کې روان و چې ڰوري يوه غټه تيږہ په لاره کې پرته ده او دا نارې وهي چې خداى منم قرآن منم رسول منم خو امرونه يې نه منم حضرت عمر (رض) چې ډير غيرتي صحابي و يو وارې په غوسہ شو چې دا څنڰہ خبرې کوي! تيږه يې اوچته کڔه او په بله تيږہ يې وويشته او زرې زرې شوه چې ڰوري مخکې يوه تيږه وہ اوس له هرې زرې تيږې نه دا اواز را اوچت شو چې خداى منم قرآن منم رسول منم خو امرونه يې نه منم حضرت عمر (رض) ڊير سخت خفہ شو او ځان سره يې وويل چې دا یې څه وکڔل.
حضرت عمر (رض) لاړہ او حضرت محمد مصطفی ٰ (ص) ته يې دا کيسہ بيان کڔه او د دواړو جہانو سردار حضرت محمد مصطفيٰ (ص) ورته وويل چې عمرہ مه خفہ کيږہ دا د اخرې زمانې مسلمانان دي چې خداى به مني قرآن به مني رسولان به مني خو امرونه به يې نه مني کہ فکر وکڔو نن سبا دغه خبره بلکل حقيقت دہ په خوله به وايو چې مسلمانان يو شکر الحمدللہ خو د مسلمان عمل به مونږ کې نه وي. قرآن به منو خو عمل به ورباندې نکوو رسول الله (ص) به منو خو په لاره به یې نه ځو اى لويه خدايه مونږ په هغہ لاره روان کڔې په کومه لاره چې ستا رضايت وي.
آمين
Website
Address
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Beauty of Baina posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
