Shamshad sahil
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shamshad sahil, Beauty, cosmetic & personal care, `Alingar.
28/03/2025
دا خو ولولئ 😭😭!!!
کله چې عمر بن عبدالعزیز د ځان د خلافت په هکله خبر شو نو د ویرې او ژړا له شدته یې په زړه بي هوشي راغله هغه د لمانځه په لومړي صف کې ولاړ و، چې علماوو پورته کړ، د منبر پر سر یې ودرولو ليکن له لړزې او وېرې له امله یې بدن رېږدېده.
هغه د خلکو مخې ته ودرول شو، خو ژړا يي دومره زوروره وه چې خبرې یې نه شوای کولای.
کله چې لږ ارام شو، ویې ویل: ستاسو بیعت ستاسو پر غاړو دی، زه دا خلافت نه غواړم!
خو خلکو ټولو ورسره وژړل او ځواب يي ورکړ: موږ بل څوک پرته له تا نه غواړو!
بیا یې خبرې پیل کړې په ژړا ژړا مرګ يادوه، د الله ملاقات یې یاد کړ، د تېر شوو خلکو انجامونه یې یاد کړل، تر څو خلک معاف کړي ليکن ټولو خلکو ورسره مسلسل ژړل.
رجاء بن حیوة وايي: قسم په الله، داسې منظر چې ما د بني امیه د جومات دیوالونو ته کتل، ګواکې هغه هم زموږ سره ژړل
کله چې له منبره ښکته شو، د تېرو واکمنانو په ډول په شان او شوکت ورته د پروتوکول سره سواري او مرکب چمتو شو، خو هغه وویل:
"نه، زه یوازې د مسلمانانو څخه یو مسلمان یم، زه اوس تر ټولو مسلمانانو زيات بار او مسؤولیت لرم. یوازې زما خره راولي.
بیا د بني امیه د شان او دبدبي قصر پريښود او د قصر ټول سامان او اوزار یې د مسلمانانو فقیرانو ته صدقه کړل.
عمر بن عبدالعزیز د دمشق په یوه غريبه ساحه کي په يوه ساده او خټين کور کې مېشت شو، تر څو د غریبانو، مسکینانو، يتيمانو او کونډو ته نږدې واوسي.
بیا یې خپله مېرمن فاطمه راوغوښته، چې د خلیفه لور، د خلیفه خور، او اوس د خلیفه ښځه وه، ورته وویل:
"ای فاطمه! زه د محمد ﷺ د امت مسؤول ټاکل شوی یم، که د الله رضا او اخرت غواړې، نو خپل ټول زیورات او طلاوې د بیت المال ته وسپاره.
خو که دنیا غواړې، نو زه به تا ته نفقه درکړم، طلاق به درکړم، او ته د خپل پلار کور ته لاړه شه!
فاطمې وویل:
"نه، قسم په الله، ژوند به ستا سره تېروم، او مرګ به مي هم ستا سره وي.
فاطمي خپل ټول زیورات او طلاوې یې بيت المال ته تسلیم کړل،
په هغه وخت کې د اسلامي خلافت جغرافيايي مساحت له هند (سند) څخه تر مراکش (رباط) او له ترکستانه تر جنوبي افریقا پورې وغځېده.
په لومړۍ ورځ د غرمنۍ لپاره استراحت ته لاړ، خو زوی یې عبدالملک الصالح ورته راغی او ویې ویل: پلاره! حاجتمند مسلمانان ستا سره د ملاقات لپاره منتظر دي،
پلار ورته وویل: زويه! ستا د ماما د مرګ له امله مې دوه شپې خوب نه دى کړى ، بدن مي سستي کوي ، لږ څه آرام کوم او بيا د مسلمانانو ملاقات ته ورځم.
زوي ورته وویل: پلاره! ته ویده یې، حال دا چې د محمد ﷺ امت تا ته سپارل شوی او په هغوی کې، مظلوم ،غریب، مسکین، کونډه، او وږي خلک دي، چې د قیامت په ورځ به ستا نه پوښتنه کوي؟ هغه ستا د ملاقات غوښتنه کوي ، حقوق اوس يواځې تا پورې تړلي ، آيا ته دومره يقين لرې چې د خوب پوره کېدو تر مهاله به ژوندۍ يې؟
عمر بن عبدالعزیز دومره وژړل چې خوب یې له سترګو لاړ چې له ډيرې ورخطايئ پښې لوڅې د خپل رعيت ملاقات او ستونزو اورېدو لپاره اموي مسجد ته روان شو.
د فقیرانو ژوند يې خپل کړ، یوازې د وربشو ډوډۍ او غوړي به یې خوړل، او کله کله به یې خپلو ماشومانو ته ویل:
"دا د د دوزخ د اور څخه غوره دی.
یو ورځ بیت المال ته ولاړ، هلته يې عطر بوی احساس کړ نو یې پزه بنده کړه.
خلکو ورته وویل: "څه خبره ده!؟
ویې ویل: "زه وېرېږم چې الله به راڅخه پوښتنه وکړي: ولې دې د مسلمانانو د بیت المال د خوش بويي استفاده وکړه!"؟
الله تعالی د مونږ ته نيک ايمانونه راکړي.
ثواب په خاطر يې مخکي درسره شريک کړئ 🧧
26/10/2024
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
`Alingar

02/09/2025