Masroor Islamzai

Masroor Islamzai

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Masroor Islamzai, Health/Beauty, Asadabad.

04/07/2023

د ت.البانو د چارو لوی ریاست اداري اسنادو کې پر انګلیسي مخففاتو بندیز ولګاوه او سپارښتنه یې کړې چې په پروژو او قراردادونو کې دې پښتو نومونه او مخففات ولیکل شي.

Photos from Masroor Islamzai's post 16/02/2023

🇦🇫بریا مو مبارک شه

26/08/2022
18/07/2022

د افغانستان د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یو ځل بیا نن (د جولائی ۱۸مه) سخته زلزله شوې ده چې تر دې دمه یې د مړو او زخمیانو شمېره نده معلومه.
طالبان وایي چې په دې زلزله کې هغه کورونه بیخي وران شوي کوم چې په مخکېنۍ زلزله کې ورته نقصان رسېدلی و.
په سوشل مېډیا باندې د زلزلې د سیمې ویډیوګانې او عکسونه هم خپاره شوي چې خلک د تېښتې په حال کې ښيي.

تصویر: سوشل مېډیا

16/07/2022

له افغانستان سره د ترکيې د بشري مرستو په دوام ددغه هيواد په بشري مرستو بار اورګاډى افغانستان ته ورسېدى٠
د طالب چارواکو په وينا په دغه تازه بشري مرسته کې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې نن شنبه له ترکيې څخه دهرات تور غونډۍ بندر ته ورسېده٠
دغه بشري مرستې چې ١٥٠٠ ټنه کيږي په هرات کې د طالبانو سيمه ييزو مسٶلينو ته سپارل شوي دي٠
په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته ترکيې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي٠
عکس: باختر دولتي خبري آژانس

07/07/2022

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې راتلونکې شنبه، یکشنبه او دوشنبه چې د لوی اختر ورځې دي، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
Dr Masroor Islamzai

06/04/2022

دریمه دوره!
آنلاین وړيا زده کړه!
کور په کور، د رڼا په لور؛
آیا غواړئ، چې انګلیسي ژبه په خپل کور کی زده کړئ؟
آیا غواړﺉ،‌ چې رهبري او مدیریت زده کړئ؟
آیا غواړئ چې معلوماتي ټکنالوجي په اړه پوهه ولرئ؟
آیا غواړئ یو اروا پوه اووسئ؟
آیا غواړي اسلامي معلومات مو زیات شي؟
آیا غواړئ یو ښه ژورنالیست او ویناوال واوسئ؟
آیا غواړئ تر ټولو ښه او روښانه فکر ولرئ؟
که غواړئ له موږ سره په آن لاين بڼه یوځای شئ؛ بيړه وکړئ او دا زرین فرصت له لاسه مه ورکوئ.
موږ غواړو، چې خپل تدریس، په وړیا ډول، ستاسو تر کوره در ورسو، که غواړئ له موږ سره په دې پروسه کې یو ځای شئ؛ مهرباني وکړئ، لاندې لینک جوین کړئ!
https://chat.whatsapp.com/ITZQ5jfsHuvIBj90btJPbI

يادونه:
د خويندو لپاره ان لاین جلا ټولګي په نظر کې نيول شوي دي؛
کومې خویندې، چې غواړي له موږ سره برخه واخلي، نو په لاندې واټساپ شمېرو دې پيغام راواستوي.
📞0731049078
📞0786023157

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Asadabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Asadabad