Baghlan Zamkhel Chiljare thirty three crickets
د افغانستان او پښتونخوا اروند په ژوندۍ بڼه د کرکټ لوبی، معلومات شننې او تبصرې په شارت بال وګورئ🏏🇦🇫
29/07/2026
افغان لوبغاړي د راتلوونکې لوبلړۍ لپاره انګلستان کې په تمریناتو بوخت دي.
محمد نبی 2026
🚨 لومړئ ټیسټ لوبه
وېسټ انډیز لوبډلې پاکستان ته په (90) منډو ماتې ورکړه.
29/07/2026
د زمري ۷مه د ملي بيرغ ورځ دې ټولو لر او بر افغانانو ته مبارک وي !
د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ ورځ د زمري (اسد) د میاشتې اوومه (۷مه) نېټه ده. دا ورځ د افغانانو لپاره یو ځانګړی ملي ارزښت لري.
د ملي بیرغ د ورځې تاریخچه
دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۸ لمریز کال (۲۰۱۹ زږدیز) کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني حفظه الله د ولسمشرۍ پر مهال په رسمي ډول د «ملي بیرغ د ورځې» په نوم ونومول شوه.
په دې ورځ به په ټول هېواد او بهرنیو ډیپلوماتیکو استازولیو کې ځانګړي مراسم نیول کېدل او خلکو به په خپلو موټرو، کورونو او واټونو کې بیرغونه پورته کول.
د درې رنګه بیرغ شالید د افغانستان د عصري درې رنګه بیرغ بنسټ د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان په دوره (۱۹۲۸ زږدیز) کې ایښودل شوی و، چې وروسته بیا د تاریخ په اوږدو کې یې په نښان او بڼه کې لږ بدلونونه راغلل، خو درې رنګونه یې ثابت پاتې شول.
دې درېیو رنګونو هر یو ځانګړی فلسفي او تاریخي پیغام لري:
تور رنګ: د هېواد د تېرې تیارې دورې، سختو ورځو او د استعمار تر ولکې لاندې وختونو استازیتوب کوي.
سور رنګ: د هغو زړورو اتلانو او شهیدانو د وینو نښه ده چې د هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.
شین (زرغون) رنګ: د هېواد د سمسورتیا، ابادۍ، پرمختګ، روښانه راتلونکي او د اسلامي سپېڅلو ارزښتونو سمبول دی.
سره له دې چې ځينو وختونو کې ځينې ګوندونو او تنظيمونو يې رنګونه بدل کړې دي
خو بیا هم دغه تور، سور او زرغون بیرغ د افغانانو په زړونو کې د ملي یووالي او تاریخي هویت د یوه مهم سمبول په توګه خپل ځای ساتلی دی.
عباد پشتين
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Baglan
Kabul
