Sidal dantal care

Sidal dantal care

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sidal dantal care, Health/Beauty, Kandahar.

25/05/2022

Erosion
کله چی د یو کیمیاوی عمل او یا هم د غاښونو دسولیدو له امله اینامل ته زیان ورسیږی نو دی حالت ته Erosion ویل کیږی.
نوموړی حالت اکثرا په ښځو او مالدارو خلګو کی لیدل کیږی دغه حالت پنځوس کلنی څخه ورسته منځ ته راځی

لاملونه یی
۱ ـ هغه خلګ چی کلک برس او یا هم غیری معیاری دغاښونو کریم استعمالوی
۲ـ که چیری به خوله کی تل تیزابی حالت موجود وی
۳ـ په نوموړی ناروغی کی په اینامل کی وړوکی سوری جوړیږی ـ او هغه خلک چی د هډوکی په ناروغی اخته وی نوکیدلی شی چی په نوموړی ناروغی اخته شی

نښی یی:
۱ ـ ددی ناروغی په لومړیو یو سوری په اینامل کی لیدل کیږی خو دوخت په تیریدو سره دغه سوری غټیږی او ډینټین ته رسیږی .
۲ـ په عام ډول سره دا ناروغی سطحی وی کله چی ډینټین ته ورسیږی حساس کیږی او درد منځ ته راوړی دغه حالت کی غاښ دیخو اوبو سره حساسیت کوی نوموړی ناروغی دغاښونو دله منځه وړلو لامل هم ګرځی.

درملنه یی :
۱ـ تر ټولو مخکی باید عامل معلوم کړل شی.
۲ـ که په خوله کی تیرابیت موجود وی نو سهار دی سوډا بایی په اوبو کی واچوی او غر غره دی کړی.
۳ـ ناروغ باید د قبضیت څخه وژغورل شی اوقبضیت لپاره دی درمل او تازه میوه وخوړل شی.
۴ـ په خوراکی موادو کی دی تیرابی موادو څخه ډډه وکړل شی.
۵ـ برس دی کلک نه استعمالوی.
۶ـ د اینامل په سوری باندی د زنګ کلورایډ لکول کټه لری.
۷ ـ غاښونه باید فیلنګ کړل شی.

Sidal Dental care!

معيار او کيفيت زموږ سره تجربه!

پته :کندهار عالي دارالمعلمين،ختيځ پلو ته ،څلورمه ناحيه ،سيدال روغتون. کندهار افغانستان

21/05/2022

د غاښونو لپاره ګټور خواړه کوشش وکړﺉ چی استفاده یی کړﺉ تر څو غاښونه مو روغ او صحتمند پاتی شی.

18/05/2022

د وری شاته تګ یا کمیدنه
Gingival Recession /Receding Gums

د وری شاته تګ یا کمیدنه چې د gingival recession یا receding gums په نوم یادیږی عبارت له هغه حالت څخه دی چې په هغه کې وری کمیږی او د غاښونو ریښي ښکاره کیږی.

دغه gingival recession یوه عامه ناروغی ده ناروغی ده چې اکثره په هغو خلکو کې منځ ته راځی د چاچې عمر څلویښت کالو بره وی مګر د لس کلنی عمر څخه هم د شروع امکان لری.

د gingival recession عمده علط د غاښ د ګیرچاپیره انساجو امراض یا periodontal diseases دي.

د غاښونو برش استعمال په ناسمه توګه، د غاښونو د تار dental floss غلط استعمال، د خولی د خرابی حفظ الصحی له وجی د بکټیریا تجمع د غاښونو ترمنځ فاصلو کې چې په نتیجه کې د وری د بیدرده، مزمن التهاب باعث کیږی چې تدریجا وری کمیږی او په نتیجه کې د غاښونو ګیرچاپیره هډوکی له منځه ځی او د غاښونو د خوزیدو لامل کیږی.
د غاښونو دبرش زیات،غلط، او سخت استعمال هم د غاښونو د اینامل او gingival line یو دبل څخه جدا کوی او gingival line منځ ته راوړی.
په ارثی توګه ځینی انسانان نری،کمزوری، ماتیدونکی، او بی کفایته وری لری چې د gingival recession سبب کیږی.
ځینی خلک د غاښونو د چیچلو او د دواړو ژامو د غاښونو یودبل سر د سولولو عادت لری چې د bruxism په نوم یادیږی چې دغه علط د غاښونو مختلف امراض منځ ته راوړی چې یو له هغه امراضو څخه gingival recesdion دی.
معدوی تیزاب یا هایډروکلوریک اسیډ hydrochloric acid چې خولی ته د زیاتو کانګو او یا د معدی د علوی معصری د وظیفی خرابوالی له وجې خولی ته پورته کیږی د غاښونو د اینامل د ډیمنرلایزیشن سره د gingival recession سبب هم کیږی.

د تنباکو ژول او د نسوارو استعمال د gingival recession ترڅنګ د خولی سرطان هم منځ ته راوړی.

بعضی غلط عدتونه لکه د ګوتو د نوکانو وهل په خوله کې او یا د قلم سولول د غاښونو او وریو پرسطحو هم د gingival recession سبب کیږی.

د scurvy یا د غذائ vitamin-c کموالی.

Acut necrotizing ulcerativ gingivitis
هم د وریو د gingival recession سبب کیږی.

Sidal Dental care!

معيار او کيفيت زموږ سره تجربه!

پته :کندهار عالي دارالمعلمين ،ختيځ پلو ته ،څلورمه ناحيه ،سيدال روغتون. کندهار افغانستان

17/05/2022

ستاسى د غاښونو لپاره ګټور خواړه!

14/05/2022

د غاشونو د تار د استعمال طریقه!

Photos from Sidal dantal care's post 12/05/2022

Canals of the teeth!

د غاښونو کانالونه!

11/05/2022

Dental Occlusion!

يعنى په طبيعي ډول د غاښونو لګيدنه!

09/05/2022

د غاښونو کریمونه د مختلفو موادو څخه تشکیل شویدی•••

د غاښونو د وینځلو کریمونه چي د خولي د جوف د حفظ الصحی لپاره استعماليږي د لاندی اساسی اجزاوو څخه تشکیل شویدی.

1 : سپین رنګ لرونکی تباشیری ماده: چی د غاښونو کریم ته د پاکولو خاصیت ورکوی.

2 : اصلی مواد یا (Active durg): چی د غاښونو کریم ته د ځګ خاصیت ورکوی.

3 : ګلسرین: چې د غاښونو کریم ته نرمي او چسپ کیدو خاصیت ورکوی.

4 : نشایسته، سودیم، کاربوکس، میتایل، سلولوز: چی دغه مواد سره يوځای کیږی او د کریم د یوځای کیدو يا خمیره کیدو خاصیت لری ترڅو په اسانۍ سره دغه کریم خپل اصلی خاصیت د لاسه ورنکړی او خراب نشی.

5 : سرپوښ، تیوب همدارنګه بیولوژیکی مواد لکه فلورین، ویټامینونه او نور پکي شامل دي.

⭕️ • د غاښونو کریمونه په دوه ډوله دی.

1 : حفظ الصحوی کریمونه: چی د غذایی پارچو او میکروبی پلاګ او نور میکروبونو د پاکولو په نیت استعمالیږی.

2 : معالجوی کریمونه: دغه کریمونه د ناروغیو د درملنی په موخه استعمالیږی.

Sidal Dental care.

معيار او کيفيت زموږ سره تجربه کړى!

پته :کندهار عالي دارالمعلمين ،ختيځ پلو ته ،څلورمه ناحيه ،سيدال روغتون. کندهار افغانستان

08/05/2022
06/05/2022

Wisdom teeth( عقل غاښ)

05/05/2022

د غاښ عصب کشى (R. C. T)!
په لاندنی حالاتو کی باید د غاښ عصبی ریښی وباسل شی:
۱: د غاښ درد د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خوړلو په وخت کی.
۲: د غاښ دوامداره بریښ د یخ او ګرم خوراک او څښاک سره.
۳: د غاښ درد د شپی په مهال.
۴: د غاښ ‌‌‌‌‌‌ډير ماتیدل.
۵: د وریو حساسیت او پړسوب.
۶: غاښ ته کلکه ضربه رسیدل.
۷: د غاښ رنګ بدلیدل.

Sidal Dental care

معيار او کيفيت زموږ سره تجربه کړى!

پته:کندهار عالي دارالمعلمين ،ختيځ پلو ته ،څلورمه ناحيه ،سيدال روغتون. کندهار افغانستان

03/05/2022

د غاښونو د خرابیدو شپږ ⑥ مهم لاملونه !

* که چیرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه ونه شي ، د غاښونو د توروالي او خرابیدو لامل ګرځي . همدارنګه خوله بد بوی پیدا کوي ، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلیږي او انسان په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي . خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کیږي . په دې لیکنه کې هغه عام او مهم عوامل چې د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي ، بیانوو .

👈 ۱. په ناسم ډول بورس وهل :

* زیاتره خلک د غاښونو په بورس کولو کې د احتیاط څخه کار نه اخلي . د غاښونو په بورس کولو کې باید له زیات سرعت یا تیزۍ څخه ډډه وشي ، تر څو مو وریو او غاښونو ته زیان ونه رسیږي . او تر ۲ یا ۳ دقیقو پورې هره ورځ دوه ځله استعمال شي .

👈 ۲. په غاښونو کې ډکي(خاشه) وهل :

* زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک دا عادت لري ، چې د ډوډۍ خوړلو وروسته د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي . د غاښونو روغتیا پوهان وايي ، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کیږي .

👈 ۳. د سختو شیانو ماتول :

* د غاښونه په وسیله د چهارمغزو ، بادامو او ځینو نورو سختو شیانو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان رسوي ، چې همدا عوامل د غاښونو د بریښ سبب ګرځي .

👈 ۴. د انرژي څښل :

* د انرژیو او یخو مشروباتو څښل نه یوازې ستاسو عمومي رغتیا ته زیان رسوي ، بلکې د غاښونو روغتیا ته مو هم جدي زیان اړوي . ځکه دا ډول څښاک په خپل ځان کې بې شمیره کیمیاوي مواد لري ، او څښل یې غاښونه توروي ، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پیښولای شي .

👈 ۵. د نوکانو زبیښل :

* زیاتره خلک دا عادت لري ، چې وخت ناوخت خپل نوکان د غاښونو په وسیله زبیښي ، موښي او پرې کوي . دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي لپاره ډير زیان لري او همدرنګه په نوکانو کې راټول شوي خطرناک میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم زیان رسولای شي .

👈 ۶. نشه یي توکي :

* سګریټ ، چرس ، نسوار او نور نشه یي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان رسوي . همدا رنګه روغتیا پوهان وايي ، د نشه یي توکو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کیږي ، چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي .

Sidal Dental care

معيار او کيفيت زموږ سره تجربه!

پته :کندهار عالي دارالمعلمين ،ختيځ پلو ته ،څلورمه ناحيه ،سيدال روغتون. کندهار افغانستان

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kandahar