Dr. Nazifa Ershad

Dr. Nazifa Ershad

Share

دلته به د طبي معلوماتو په اړه سره ږغيږو

28/04/2026
10/10/2021

کیله خوشحاله میوه.
یوازې یو کيله خوړل کولاي سی د ځورونکي احساساتو ، قهر او خپګان څخه په خلاصون کې مرسته وکړي.

Photos from Dr. Nazifa Ershad's post 12/09/2021

‎د الزايمر ناروغۍ لومړنۍ نښې نښاني
‎ممکن د حافظي خفيف اختلال/ ګډوډي وښيي چې ناروغ په الزايمر اخته یئ.
‎د راپورونو پر اساس، Medical Xpress د Kaunas پوهنتون مطالعې ته په اشارې په دې اړه ليکلي: د لتوانيا روغتياپالانو يوه تګلاره موندلې چې کولاى شي، د مصنوعي هوښ په ګټنې دا ډول زيان تشخيص کړي. هغوى د ١٣٨ کسانو د مغزو د MRI انځورونو د تجزيې او تحليل پواسطه د يوه الګورېتم په جوړولو بريالي شول.
‎د څېړونکو په وينا، د هغوى تګلارې ډېرې ښې پايلې ښودلي دي: کېداى شي د ناروغي په زيات دقت نږدې ٩٩% سلنه وړاندويه وشي. دا مطالب روښانوي چې په لاس سره د MRI انځورونو تجزيه او تحليل زيات وخت نيسي، په داسې حال کې چې د مصنوعي هوښ څخه ګټې اخيستلو سره دې چارې ته د پام وړ چټکتيا وربښي.
‎روغتياپال Rytis Maskelyunas د څېړنې د پايلو په اړه وويل: ” يو ماشين د يوه رباټ په توګه پام کې ونيسٸ، چې د سختو او پېچلو کارونو او د نښو نښانو د پلټلو او راپورنو راټولو وړتيا لري. نو د خطرناکو بالقوه کمپيوټري الګورېتم ټاکل، ټکنسين کولاى شي هغه له نږدې مطالعه او په پاى کې ټول ګټوونکي کېږي، ځکه ناروغي ډېر ژر تشخيص او درملنه کړي.”
‎په هماغه وخت کې، دا نشريه اشاره کوي چې د خفيفو شناختي ګډوډيو تشخيص په يوه ناروغ کې ممکن د نورو ناروغيو له نښو نښانو سره اړيکه ولري.
‎په ټوله نړۍ کې، نږدې ٢٤ ميليونه کسان د الزايمر ناروغۍ څخه کړېږي او اټکل کېږي چې دا شمېر د ټولنو د زړښت په دليل هر شل کاله وروسته دوه برابره شي.

‎د الزایمر یا هیریدو ناروغي؛ پرې د اخته کیدو څو سببونه یې دا دي

‎په الزايمر يا ذهني پڅېدا ناروغۍ اخته خلکو شمېر په نړۍ کې ۳۶ميليونه ده، او دا کچه ښايي تر ۲۰۵۰کاله تر څلور برابره لوړه شي. دا داسې ناروغۍ ده، چې نه يوازې ناروغان بلکه ناروغ سره نږدې خلکو لپاره ډېره ستونزه جوړوي.
‎ځکه په دې ناروغۍ اخته کس تل د هر څه په اړه ډېرې خبرې کوي، او نږدې پېښې هېروي.او يا هم په پرلپسې ډول له نورو څخه تکرار پوښتنه کوي.
‎د الزايمر ناروغۍ يو داسې ناروغۍ ده، چې عصبي حجرو ته پکې زيان رسېږي. د دې ناروغۍ د ناروغانو خوى بدلېږي.هغه پېښې چې په نږدې مودې کې تېرې شوي وي هېروي يې.
‎الزايمر په مستقيمه توګه له عمر سره تړاو لري، هغه خلک چې عمر يې له ۶۵ کالو څخه پورته شي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو چانس يې زيات وي.
‎په الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو نښې نښانې هم ناروغانو ته نه څرګندېږي.خو ځينې د اخته کېدو لاملونه يې دا ښودل شوي:
‎۱ـ يوازې اوسېدل
‎۲ـ د ژوند ملګرى نه لرل
‎۳ـ د عمر لوړېدل په مغز کې د البومينو موادو راټولېدل
‎۴ـ بې خوبي
‎د سپټمبر ۲۱ د الزايمر ناروغۍ نړېواله ورځ ده. د دې ډول ناروعانو لپاره بله بده خبره دا ده، چې د داکټرانو په وینا په منځني ډول د الزايمر ناروغان له اتو تر لسو کالو ډېر عمر نشي کولى. چې دا خورا دردونکې ده.
‎هغه خلک چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو پالنه کوي تر بل هرې ناروغانو يې پالنه ستونزمنه وي. او داسې هم ویل کې کېږي، چې د الزایمر ناروغانو باندې د وخت په تېرېدو سره د ادرار او تشناب تلل کنټرول له لاسه ورکوي.
‎په خواشينۍ سره د الزايمر ناروغۍ درملنې لارې تراوسه په سمه توګه نه دي څرګندې شوي، خو ډاکټران وايي هغه خلک چې تل مطالعه کوي،خپل ذهن فعاله ساتي او ورزش کوي،د عمر په ورستيو کې په الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو مخنيوى وکړي.

‎د هېرېدل (الزایمر) ناروغۍ مخنیوی داسی وکړی یم
‎د دې ناروغۍ لاملونه په مغز کې د ځینو موادو لکه البومینو راټولېدل او لویېدل ښودل شوي دي. د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښې د ټیټې درجې لېونتوب وي، چي په زړو خلکو کې لیدل کېږي. په امریکا کي په هغو خلکو کې چې عمرونه یې ٦٠ کلونو ته نږدې کېږي د الزایمر د ناروغۍ خطر زیات لیدل کېږي.
‎د الزایمر ناروغي یوه داسې ناروغي ده؛ چې عصبي حجرو ته په زیان رسېدو سره د انسان دماغ له کاره غورځي، حافظه له لاسه ورکوي، له خبرو لوېږي او په خوی کې یې بدلون راځي.
‎د حافظې ستونزې په لومړي سر کې ډېرې وي، په دې مانا چې ناروغان د لنډې مودې پېښې هېروي. پر دې سربېره د اوږدمهالې حافظې ستونزې هم د دې ناروغۍ پر وخت پیدا کېږي. د ډاکټرانو په وینا، که د الزایمر ناروغي پرمختللې شي، ان ناروغ نه شي کولی په خپل کور کې هم لاره ومومي او په وروستي پړاو کې یې ناروغ له خبرو کولو هم لوېږي.
‎الزایمر ناروغۍ او د عقل زوال نن سبا له پنځو میلیونو ډېر امریکایي وګړي له ستونزې سره مخ کړي دي. څېړنو ثابته کړې چې په اتو امریکایانو کې یو یې پر دې ناروغۍ اخته دی. په امریکا کې له شپږو هغو عواملو چې د زیاتې مړینې لامل کېږي، یو یې هم د الزایمر ناروغي ده چې د درملنې لازمې لارې چارې یې لا هم سمې نه دي په ګوته شوې.
‎د الزايمر پر ناروغۍ د اخته وګړو، دوه پر درېيمه برخه ښځې دي. د څېړنو له مخې په الزایمر ناروغۍ د اخته ۱۶ سلنه ښځو عمرونه له ۷۱کلونو زیات ښودل شوي دي. خو په نارینه و کې بیا ۱۱سلنه هغه کسان پر الزایمر ناروغۍ اخته دي چې عمرونه یې له ۷۱ کلونو لوړ دي.
‎څېړنو ثابته کړې چې لوړ عمر الزایمر ناروغۍ ته لاره هواروي. د څېړنو پایلې دغه راز ښیي چې په الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو له دریو دوه برخې یې ۸۵ کلن دي. لږ تر لږه ۴۵ سلنه کسانو چې پر دې ناوړه ناروغۍ اخته شوي دي ویلي، چې هېڅ داسې نښې نښانې په لومړي سر کې نه دي تر سترګو شوې چې پر وړاندې یې لاس په کار شوي وای.
‎وروستیو څېړنو ثابته کړې چې تور پوستي او لاتیني نژاد لرونکي، د سپین پوستو په پرتله ډېر د الزایمر پر ناروغۍ اخته شوي او اخته کېدای شي. د څېړنو له مخې دغه توپیر د وینې په لوړ فشار، د شکرې ناروغۍ په درلودلو او د ژوند کولو په تګلارې پورې تړلی دی. په امریکا کې هر کال ۲۲۶ میلیونه ډالره پر الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو پر پالنه لګېږي چې ۱۵۴ میلیونه ډالره یې د روغتیایي بېمې له لارې پرې کېږي.

‎په الزایمر ناروغۍ د اخته کسانو پالنه هم ستونزمنه ده. د څېړنو له مخې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه کسان په امریکا کې د دې ډول ناروغانو پالنه کوي چې ۶۰ سلنه یې ښځې دي. د دې پالونکو عمرونه له ۶۰ کلونو لوړ ښودل شوي چې ډېری یې اوس پر بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي. د معلوماتو له مخې چې ۷۰ سلنه دغه ښځې اوس په رواني ناروغیو اخته شوې دي. په ټوله نړۍ کې اوس ۸۰۰ زره کسان چې په الزایمر ناروغۍ اخته دي یوازې ژوند کوي چې هېڅ ډوله پاملرنه نه ورته کېږي.
‎په منځني ډول هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته شي له اتو تر لسو کلونو پورې ژوند کولی شي. دا چې دغه ناروغي په ډېرې چټکۍ سره د ودې په حال کې ده، د معلوماتو له مخې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې په هرو ۳۳ ثانیو کې په الزایمر ناروغۍ د یوه کس د اخته کېدو چانس موجود وي.
‎د شمېرو له مخې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۳۶ میلیونه کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. دې شمېرو ته په کتو سره به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۶۶ میلیونه کسان د دې ناروغۍ په جال کې را ګېر شي. د برېټانیا د ملي احصائیې ادارې په یوه راپور کې اعلان کړی چې د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ په شمول د ذهني پڅېدا په ناروغیو په دغه هېواد کې تر نورو ټولو ناروغیو زیات خلک مري.
‎عوامل
‎لوړ عمر لرونکي، یوازې ژوند کوونکي او هغه کسان چې په منځنیو عمرونو کې د ژوند ملګری نه لري، له دې ناوړه ناروغۍ سره مخ کېدای شي.
‎د دې ناروغۍ مخنيوی
‎دا چې د عمر په تېرېدو او جنيټیکي جوړښت کې لاسوهنه نه شي کېدای؛ نو متخصصین وایي چې روغ ژوند کولای شي د الزایمر ناروغۍ په مخنیوي کې پوره ونډه ولري. فزیکي او دماغي فعالیتونه کولای شي د عمر په وروستیو کې د الزایمر له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي. هغه کسان چې مطالعه کوي او ذهن زیات فعال ساتي، تر نورو لږ په الزایمر اخته کېږي. دغه ناروغۍ له پېښېدو وروسته په ځانګړي ډول کومه درملنه نه لري.

11/09/2021

د ځېګر يا ينې پاړسوب د مختلفو عواملو پواسطه منځ ته را تلای شي. يو لدغو عواملو څخه وايرسونه دي. که څه هم ډيری وايرسونه کولای شي د ينې پاړسوب منځ ته راوړي خو تر ټولو مهم يې هېپټايټېس بي B او سي (C) دي. دغه دوه وايرسونه چې د تور زيړي د وايرسونو په نوم هم مشهور دي، زموږ او تاسو د بدن له دفاعي نظام سره اوږده جګړه کولای شي. د دې جګړې په دوران کې نه يوازي ځېګر ته اوږدمهاله زيان اړولای شي بلکه د وخت په تېريدو د هغه حياتي وظيفه کرار کرار په مکمل ډول له منځه وړلای شي. خو له نېکه مرغه د دواړو وايرسونو درملنه وجود لري او د افغانستان په شمول د نړۍ په هر کونج کې کېدی شي. باقې نور وايرسونه که څه هم تېزه جګړه کوي خو د اوږدې جګړې وس او توان نلري او ډيری يې بې له کومې تداوۍ زموږ او ستاسو د بدن د معافيت يا دفاعي نظام پواسطه له منځه وړل کيږي.
.........................................
- لنډمهاله او حاد وايرسونه
- Hep A, Hep E, CMV, EBV
- د D وايرس مې ځکه ذکر نکړ چې هغه د B وايرس له شتون څخه سيوا په يوه انسان کې ناروغي منځ ته نشي راوړلای.

19/08/2021

د پزي څخه د ویني راتلل (Epistaxis)
پزه چي د تنفسي سیسټم یوه برخه ده د نورو وظایفو سربیره یوه وظیفه یي د تنفس په وخت کي د هوا مرطوب او معتدل ساتل دي،نو ځکه په زیاته اندازه د ویني څخه برخمنه ده
پزه دوي حصي لري: بهرنۍ حصه او داخلي یا ننۍ حصه
د پزي بهرنۍ حصه که په درو تقسیم کړو نو لوړه یوه حصه یي د هډوکي (‌Bone) او لاندي دوې حصې یي د نیمه هډوکي (Cartilage ) څخه جوړه شوي ده.
د پزی داخلي حصه د پزي د دیوال (Nasal septum) ،د پزي د خالیګاه (Nasal Cavity) او دداخلي سټرکچړو څخه جوړه شوي ده.
د پزي څخه د ویني راتلل په کوچنیانو او دځوان عمر کسانو کي زیات لیدل کیږي او په اکثره وختو کي وینه په خپله بندیږي خو داچي دپزي د ويني رګونه د بدن د غټو رګونو (Internal Carotid Artery and External Carotid Artery) سره تړلي دي نو د پزي وینه په ډیر لنډ وخت کي خطرناک واقع کیداي سي

د پزي څخه د ویني راتلوعلتونه:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه په دوه برخو ویشل کیږی یو هغه چي په پزه پوري مربوط دي او بل عمومي علتونه

په پزه پوري مربوط علتونه:
۱- د پزي التهاب (Infection)
۲- د پزي ضربه یا وهل (Trauma)
۳- نامعلوم او نا پیژندل سوي علتونه (Idiopathic)
۴- د پزي حساسیت (Nasal allergy)
۵- په پزه کي د خارجي شي موجودیت او بندیدل (Foreign body)
۶- په ارثي ډول د غیري عادی رګونو جوړښت (Hereditary Hemorrhagic telangiectasia)
۷- د پزی سرطان (Neoplastic)

عمومی علتونه:
۱- د ویني لوړ فشار (Hypertension)
۲- د هغه دوا استعمال کم چي د ویني د نرمیدو سبب ګرځي (Anticoagulant drugs)
۳- د ویني مریضۍ (Blood Disease: Leukemia, Hemophilia and thrombocytopenia)
۴- تبه او ریزش (ډیر کم) (Fever or Influenza)

علاج او بیړني مرسته:
د پزي څخه د ویني راتلو علتونه مختلف دي،نو ژر تر ژره باید و نږدي هسپتال ته ځان ورسول سي، ترڅو علت یی معلوم او دقیق علاج یی وکړل سي،البته د اولني یا بیړني کومک په ډول باید په لاندي نقاطو عمل وکړل سي:
۱- په بټه او د شهادت په ګوتو د پزي لاندي حصه کم چي د نیمه هډوکي ( Cartilage) څخه جوړه ده ټنګه ونیسئ، تر څو وینه بنده شي (د لسو دقیقو لپاره ،یا تر هسپتال پوري تر رسیدو تر وخته) په عکسو کي دا ساحه ښودل سوي ده.
۲- سر په ځمکه مه ایږدي، ځکه پدی سره د سر و طرف ته د ویني جریان زیاتیږي،سر لږ څه د مخ و طرف ته ګوږ کئ، ناسته بهتره ده
۳- په هغه بل لاس یا د یو بل کس په مرسته په سر او مخ یخي اوبه واچوئ،او یا یخ او لوند ټوکر په مخ تیر کئ، ترڅو د مخ په حصه کی د ویني رګونه تنګ او د ویني جریان کم سي.
۴- تنفس یا ساه اخستل د خولي د لاري کوئ،کمه وینه چي د ستوني طرف ته تللي وي هغه د خولي د لاري توف کئ.
۵- کله چي وینه ودریږي نو د پزي د پاکولو او کشولو کوښښ مه کوئ ځکه پدي سره د ویني د بهیدو جانس زیاتیږي.
۶- نږدي هسپتال ته ځان و رسوئ، ترڅو علت یي معلوم اودقیق علاج یي وکړل شي.
کاپی

12/07/2021

دا چې د کرونا وايرس ضد واکسينونو اغېز تر څومره وخت پوري دوام کوي پدې بې شماره ډيري څېړني رواني دي. يوه تازه څېړنه ښيې هغه کسانو چې د جانسن اېنډ جانسن واکسين لګولی وو د هغوۍ په بدن کې اته مېاشتي وروسته هم د کرونا وايرس په ضد معافيت يا مقاومت موجود وو. لېنک په کامېنټ کې ده.

نوټ: افغانستان ته د جانسن اېنډ جانس واکسين را رسېدلی او مهرباني وکړئ ځانونه واکسين کړئ.

https://www.jnj.com/positive-new-data-for-johnson-johnson-single-shot-covid-19-vaccine-on-activity-against-delta-variant-and-long-lasting-durability-of-response

Dr Aman Shams

12/07/2021

د جانسن اېنډ جانسن واکسین په اړه معلومات:
- د دغه واکسين له لګولو وروسته له دوو تر څلورو اونيو پوري د انسان په بدن کې د کرونا وايرس په ضد معافيت منځ ته راوړل کيږي او د واکسين اغېز پيل کيږي.
- يو ډوز ده او دوهم ته اړتيا نلري.

څومره اغېزمن ده؟
- په طبي ازموينه کې هغه کسانو ته چې دغه واکسين ورکړل شوی وو په هغوۍ کې هېڅوک هم د کرونا وايرس له ناروغۍ څخه نه وو مړه شوي يعنې د کرونا وايرس ناروغۍ له مرګ څخه يې ۱۰۰ فېصده خلګ ژغورلي وو.
- د کرونا وايرس له شديدې ناروغۍ څخه يې ۸۵ فېصده خلګ ژغورلي وو.
- له عادي اعراضو او علايمو درلودنکې کرونا وايرس ناروغۍ څخه يې ۷۲ فېصده خلګ ژغورلي وو.

موږ او تاسو ټول خبر يو چې دغه واکسين افغانستان ته را رسېدلی او يو ډير کاميابه، مؤثر او محفوظ واکسين ده. لېنک په کامېنټ کې ده.

29/06/2021

د کرونا وايرس په ځنې ناروغانو کې يو لوی مشکل د هغوۍ په بدن کې د ويني غوټه کېدل دي. دغه حالت که څه هم په نسبتاً کم شمير ناروغانو کې پيدا کيږي خو ډير خطرناک ده او ناروغ بايد روغتون ته يوړل شي تر څو لومړی د ويني غوټه تشخيص او بيا درملنه شي. دغه درملنه د افغانستان په شمول د نړۍ په هر کونج کې کېدی شي. د ويني غوټه عموماً د لينګي او يا ورانه په رګونو کې جوړيږي او بيا د انسان سږو ته سفر کوي او کېدی شي د ناروغ د مرګ باعث شي.

مخنېوی:
- که مو ناروغي ډيره شديده نه وي نو کوښښ وکړئ هر څو ساعته بعد پخپله کوټه کې وګرزئ.
- که يو څوک ګرزيدلای نه شي نو خپلې پښې دي په بستره کې وخت نا وخته ښوروي او دواړه ځنګنونه دي ور ټولوي او بيا دې غځوي.
- که مو مور او پلار د کرونا وايرس په ناروغي اخته وي او ضعيفه وي نشي کولای پښې و ښوروي نو تاسو کومک ورسره وکړئ او له هغه سره په څنګ کې وخت نا وخته د لينګو او ورانونو عضلات هم ور کېکاږئ.
- په کافي اندازه اوبه او مايعات بايد وڅښل شي. يعني د تشو متيازو رنګ بايد ژيړبخن او يا د اوبو په څير شي.

که د ناروغ يو لينګی د لاندې انځور په څير سور او پړسيدلای ښکاريږي، يا ناروغ ته يودم سابندي او يا د سينې درد پيداشي او يا هم د ناروغ په بلغم کې وينه راشي نو په بيړه يې تر روغتونه و رسوئ.

22/06/2021

رومي مرسته کوي چې نور له وچ او سپېره پوست سره خدای په اماني وکړئ ...

* سره چې څومره ښکلي دي ، په هماغه اندازه ستاسو د پوست په ښایست کې هم مرسته کوي . په مخ او یا لاسونو باندې موښل یې د پوست د ښکلا لامل ګرځي .

* سره اطراحیه سيستم پاکوي چې د بدن پوست هم ورسره ښکلی کېږي .

* اطراحي او هاضمي سيستم له پوست سره نېغ په نېغه اړیکه لري ، تاسو به هم تجربه کړې وي ، کله مو چې په هاضمه او اطراحیه سيستم کې ستونزه پیدا کېږي ، د بدن پوست به مو هم سپېره او وچ وي .

* رومیان په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فایبر لري چې د خوراکي موادو په هضم او پوست ته په اوبو رسولو کې مرسته کوي چې دغه څه د ښکلي او شفاف پوست لامل ګرځي .

* نو چې داسې ده یا خام رومیان وخورئ او یا یې په زیاته کچه په خوړو کې وکاروئ ، څو ښکلی او جذاب پوست ولرئ .

22/06/2021

هر هغه وخت چې د کرونا وايرس د انسان په بدن حمله وکړي نو اتيا فېصده خلګو کې شديده ناروغي منځ ته نه راوړي، او بې له کوم خاص دارو درمل پخپله جوړيږي. په پاتې شل فېصده شديدو ناروغانو کې د بدن دفاعي سيسټم د کرونا وايرس په مقابل کې يو بې ځايه او ډير زورور غبرګون ښيې. دغه غبرګون د دې باعث ګرزي چې د ناروغ سږي و پړسوي او له ګزک څخه يې ډک کړي. نو لدې امله ډاکټران دغو شل فېصده شديدو ناروغانو ته چې اکسيجن ته اړتيا لري داسي درمل ورکوي چې د هغوۍ معافيت يو څه راکمزوری کړي تر څو د سږو پاړسوب راکم کړي او ناروغ ژوندی پاته شي. دغه د معافيت او پاړسوب ضد درمل ډېکسامېتازون ده. څېړني ښيې که دغه درمل په هغو ناروغانو کې و کارول شي چې شديد نه وي (يعني اکسيجن ته اړتيا نلري) د ګټي پر
ځای تاوان کوي.

Dr Aman Shams

د څېړني لېنک په کامېنټ کې ده.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kandahar?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Kandahar

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00