Aller au contenu
Salons10
Islami information interesting

Islami information interesting

13, Landen Santé/beauté

Hello friends, I will bring you Islamic videos

May we love Allah and His Messenger


So friends

30/08/2026

🤲🤲🤲 یہ دعا ضرور پڑھیں
اللہ تعالیٰ کے کلام میں بہت برکت اور سکون ہے۔ آپ بھی اس دعا/آیت کو یقین اور اخلاص کے ساتھ پڑھیں اور اللہ تعالیٰ سے اپنی ہر مشکل کے حل کی دعا کریں۔
ان شاء اللہ، اللہ تعالیٰ اپنے فضل و کرم سے ہماری مشکلات آسان فرمائے گا۔ 🤲❤️
اس دعا کو دوسروں تک بھی پہنچائیں، شاید کسی پریشان انسان کے لیے یہ امید اور سکون کا ذریعہ بن جائے۔
آمین یا رب العالمین۔ 🤲

26/05/2026

🕋🐐 د څاروي د ذبحې (حلالولو) سمه او شرعي طریقه ✨

اسلام موږ ته د ژوند په هره برخه کې د رحم، مهربانۍ او احسان درس راکړی دی؛ حتی د څاروي د حلالولو پر مهال هم شریعت داسې اصول ټاکلي چې حیوان ته لږ درد ورسېږي.

که غواړئ ستاسو ذبحه سمه، پاکه او شرعي وي، نو لاندې مهم ټکي په پام کې ونیسئ:

🔹 چاقو تېزول:
تر هر څه وړاندې چاقو ښه تېز کړئ، ترڅو حیوان عذاب نه شي.
⚠️ یادونه: د حیوان په وړاندې چاقو مه تېزوئ.

🔹 قبلې ته مخ کول:
مستحب ده چې حیوان په چپه اړخ داسې څملول شي چې مخ یې د قبلې شریفې لور ته وي.

🔹 د الله ﷻ نوم اخیستل:
د ذبحې پر وخت د
«بِسْمِ اللهِ، اللهُ أَكْبَر»
ویل ضروري دي.

🔹 د غاړې د رګونو پرې کول:
په ذبحه کې باید دا څلور شيان پرې شي:
• حلقوم (د ساه نلۍ)
• مري (د خوراک نلۍ)
• ودجین (د وینې دوه غټ رګونه)

🔹 صبر کول:
تر هغې چې د حیوان روح په بشپړه توګه نه وي وتلی او وینه یې نه وي بهېدلې، د څرمنې ویستل او یا د اندامونو پرې کول سخت منع دي.

⚠️ مهمه یادونه:
د ذبحې پر مهال د حیوان سر سمدستي له تنه مه جلا کوئ، ځکه دا کار مکروه دی او حیوان ته زیات درد رسوي.

♻️ راځئ دا مهم معلومات له نورو مسلمانانو سره هم شریک کړو ترڅو ټول د شرعي طریقې مطابق عمل وکړو.


#ذبح

#حلال
#اسلام

09/06/2025

زبردست تقرير نوري سره شير او لايك كري

04/02/2025

ایا له دې درملو خبر یاست!
نن به داسې درمل در وښیم چې استعمال یې کړئ ، انشا الله ټول عمر به دعا راته کوئ 😊
لونګ:
په سنتي طب ، یوناني طب، هندي طب او په لویه کې د اریانا طب د لونګو دومره ګټې بیان کړیدي چې حد نلري ، زه به یې څو ګټې تاسو ته ولیکم.

۱ ــ لونګ بې خوبي له منځه وړي ، په استعمال سره به یې تاسو داسې خوب کوئ لکه د خوب ګولۍ مو چې خوړلي وي .

۲ ــ د زړه ناروغۍ کمزورې کوي او زړه ته قوت ورکوي .

۳ ــ حافظه قوي کوي او د بدن د ټولو حواسو تر منځ همغږي رامنځ ته کوي .

۴ ــ سینه مو پاکوي ، ټوخی ، بلغم او د ستوني درد ښه کوي .

۵ ــ د بندونو د درد بهترین علاج لونګ دي .

۶ ــ معده مو پاکوي ، د معدې هر ډؤل باکټریا او مکروبونه له منځه وړي .

۶ ــ په خوله کې هر ډؤل مکروبونه له منځه وړي او خوله مو خوشبویه کوي .

۷ ــ د ځیګر او پښتورګو د ناروغیو لپاره بهترینه دوا ده .

۸ ــ د سترګو لید زیاتوي او دردونه یې له منځه وړي .

۹ ــ د سوزک او ټانسلونو بهترین درمل دي .

۱۰ ــ لونګ د مخ پوستکي ته ښکلا ورکوي او وېښتان قوي کوي.

او په پای کې د وینې شکر او لوړ فشار کنټرولوي .🌻
د استعمال طریقه یې !🌹

هغه کسان چې د بې خوبۍ ستونزه لري نو دماسپښین له لمانځه وروسته دې څلور دانې لونګ په خوله کې د نیم ساعت لپاره واچوي او اوبه دې تیروي او په اخیر کې دې لونګ هم وخوري .

تاسو کولای شئ د ورځې په هره برخه کې درې دانې لونګ په خوله کې واچوی ښه یې وزبېښئ او اوبه یې تیرې کړئ ،

ممکن په لومړۍ یا دوهمه ورځ " نس ناستي " ته ورته ستونزه درته پیدا کړي چې دا د معدې او کولمو د مینځلو په معني دي .
همدارنګه که لږ زیاته اندازه لونګ په نیم لیټر اوبو کې جوش شي او بیا یې ګرم ، ګرم وڅکئ داسې به مو کړي لکه هیڅ ناروغي مو چې نه درلودله .
همدارنګه استاد ډاکټرصاحب خادم به ویل چې لونګ استعمال کړه چې د ژوند په خوند پوه شې .

ملګرو دغه لیکنه مو چې څومره وس کیږي شییر کړئ تر څو نورو خلکو ته هم ورسیږي او الله ج یې همدا لونګ د رنځونو درمل کړي ////ستاسو ددعا محتاج قاری صاحب بنیامین

25/01/2025

ایا له دې درملو خبر یاست!
نن به داسې درمل در وښیم چې استعمال یې کړئ ، ان شاءالله ټول عمر به دعا راته کوئ.
لونګ:
په سنتي طب ، یوناني طب، هندي طب او په لویه کې د اریانا طب د لونګو دومره ګټې بیان کړیدي چې حد نلري ، زه به یې څو ګټې تاسو ته ولیکم.
۱ ــ لونګ بې خوبي له منځه وړي ، په استعمال سره به یې تاسو داسې خوب کوئ لکه د خوب ګولۍ مو چې خوړلي وي .
۲ ــ د زړه ناروغۍ کمزورې کوي او زړه ته قوت ورکوي .
۳ ــ حافظه قوي کوي او د بدن د ټولو حواسو تر منځ همغږي رامنځ ته کوي .
۴ ــ سینه مو پاکوي ، ټوخی ، بلغم او د ستوني درد ښه کوي .
۵ ــ د بندونو د درد بهترین علاج لونګ دي .
۶ ــ معده مو پاکوي ، د معدې هر ډؤل باکټریا او مکروبونه له منځه وړي .
۶ ــ په خوله کې هر ډؤل مکروبونه له منځه وړي او خوله مو خوشبویه کوي .
۷ ــ د ځیګر او پښتورګو د ناروغیو لپاره بهترینه دوا ده .
۸ ــ د سترګو لید زیاتوي او دردونه یې له منځه وړي .
۹ ــ د سوزک او ټانسلونو بهترین درمل دي .
۱۰ ــ لونګ د مخ پوستکي ته ښکلا ورکوي او وېښتان قوي کوي.
او په پای کې د وینې شکر او لوړ فشار کنټرولوي .🌻
د استعمال طریقه یې !🌹
هغه کسان چې د بې خوبۍ ستونزه لري نو د ماسپښین له لمانځه وروسته دې څلور دانې لونګ په خوله کې د نیم ساعت لپاره واچوي اوبه دې یې تیروي او په اخیر کې دې لونګ هم وخوري .
تاسو کولای شئ د ورځې په هره برخه کې درې دانې لونګ په خوله کې واچوی ښه یې وزبېښئ او اوبه یې تیرې کړئ ، ممکن په لومړۍ یا دوهمه ورځ " نس ناستي " ته ورته ستونزه درته پیدا کړي چې دا د معدې او کولمو د مینځلو په مانا دي .
همدارنګه که لږ زیاته اندازه لونګ په نیم لیټر اوبو کې جوش شي او بیا یې ګرم ، ګرم وڅکئ داسې به مو کړي لکه هیڅ ناروغي مو چې نه درلودله .
ما ته" عبدالصمد موسی احمدزي " به مې هر وخت خپل استاد ډاکټر صاحب خادم ویل چې لونګ استعمال کړه چې د ژوند په خوند پوه شې .
ملګرو دغه لیکنه مو چې څومره وس کیږي شییر کړئ تر څو تر نورو خلکو ته هم ورسیږي او الله ج یې همدا لونګ د رنځونو درمل کړي .

copy

12/09/2024
Photos from Islami information interesting's post 27/08/2024

دا چي اوس رومیان ډېر ارزانه دي، راځئ د روميانو څخه د روب جوړولو اسانه او ارزانه طريقه در وښیم!
1: لومړی د کوچني فامیل لپاره پنځه منه او د غټ فامیل لپاره 10 منه سره روميان رانیسئ.
2: روميان بايد په پاکو اوبو ښه پرېولئ، بيا یې پر منځ دوې ټوټې کړئ.
3: ټول روميان د کوفتې تر ماشین و باسئ.
4: ټول کوفته شوي روميان په يو غټ دېګ کي واچوئ او اور ورته بل کړئ، ترڅو ښه وایشېږي او اوبه یې وچي شي، نور روب جوړ دی.
5. په ديګ کي کولای سئ يو دوه د شلومبو کاچوغه غوړي او لږ د دېګ مساله هم واچوئ، د دېګ مساله حتمي او ضروري نه ده.
6: د دې لپاره چي د روميانو جوړ سوی روب ښه او د زيات وخت لپاره وساتئ، نو ضروري ده، چي د ښيښو په مرتبانونو کي هغه ګرم جوړ شوی روب واچوئ.
7: مخکي تر دې چي روب په مرتبانونو کي واچوئ، لاندي حفظ الصحه ټکو ته بايد پوره توجه وکړئ.
1: ښيښه يي بوتلان په جوش اوبو پرېولئ.
2: د بوتلانو سرپوښ باید په جوش اوبو کي د نيم ساعت لپاره ښه جوش کړئ.
3: که بوتلانو ته د لا تعقيم لپاره د اوبو بخار ورکړئ، ډېر به ښه وي.
4: دا هر څه چي تيار سوه، په پاکو تعقيم سوي کاشوغو سره بايد هغه ګرم د روميانو روب په مرتبانونو کي واچوئ او بیا یې په پاکو لاسونو سره ښه کلک وتړئ.
5: ټولي مرتباني د يو ساعت لپاره سرچپه کښېږدئ او يوه پاکه ټوټه او يا بل شی پرې واچوئ، ترڅو سوړ شي.
6: نور نو روب تیار دی او يو کال هيڅ نه خرابيږي، که په يخچال کي کښېښودل شي دا به ډېر ښه وي او که يخچال نه وي نو په لږ يخ ځای کي یې ايښوول هم مشکل نه جوړوي.
نوټ: د يو من روميانو څخه د پنځه بوتله په اندازه روب جوړېږي.

صفحه درسره شير کړې !

31/03/2024

قیامت څو نښې:👇🏻

دقیامت 28 علامات چې پیغمبرﷺ تقریبآ 1500 کاله مخکی بیان کړي او رشتیا شوي دي
د لوستلو په هيله:

①: نارينه به کم او ښځې به زياتې شي.

②: خلک به قرآن کریم د موسيقي په شکل تلاوت کوي .

③: د مال د محبت له وجهې نه به ښځه هم د مېړه سره په تجارت کې برخه واخلي.

④: هر څوک به غواړي چې خپل ځان چاغ او مظبوط وګرځوي.

⑤: په لمانځه او ژوند کې به د خلکو سکون ختم شي.

⑥: د سود کاروبار به عام شي.

⑦: ريا کاره عابدان به پيدا شي، خلک به عبادت د رياکارۍ او شهرت پيدا کولو د پاره کوي.

⑧: فتنې به زياتې شي او ديني علم به کم شي.

⑨: خلک به قرآن کريم د معاش و سيله وګرځوي.

⑩: درواغ به عام شي او خلک به په درواغو شهادت ورکوي.

⑪: خلک به د صحيح حديثونو نه انکار کوي او غلط حديثونه به بيانوي.

⑫: مسلمانان به مالداره شي، مګر ديندارې به نوي.

⑬: کفر به آسانه شي، انسان به سهار مسلمان ماښام کافر او ماښام مسلمان او سهار به کافر ترينه جوړ شوى وي.

⑭: هر راتلونکې زمانه به د تيرې زمانې پر تله بد تره وي.

⑮: د اسلام په دين عمل کوونکو باندې به خلک تعجب کوي او ورته نوى شى به ښکاري.

⑯: قتل او قتال به زياد شي، قاتل او مقتول ته به معلمومه نه وي، چې زه ئې ولې وژنم او ولې وژل کيږم.

⑰: کافران به په مسلمانانو غالب شي، مسلمانان به زيات وي، مګر غلامان به وي، ځکه دوى به له دنيا سره محبت لري او د مرګ څخه به ډاريږي.

⑱: په دين باندې به عمل داسې وي، لکه د اور سکروټه چي په موټي کې نيسې.

⑲: ګناه کول به ډير آسانه وي او ګناه به د ګناه په شکل نه منل کيږي.

⑳: د دنيا مالداره خلک به بخيلان وي.

21: د زمانې نه به برکت ختم شي، کال به د مياشتې غوندې، مياشت به د هفتې غوندې، هفته به د ورځې غوندې او ورځ به دساعت غوندې تيريږي.

22: مسلمانان به په هر عمل کې د کافرانو پيروي او تابعداري کوي.

23: د عربو په خاوره به پراخي راشي او د مدينې منورې نفوس به زيات شي.

24: خلک به د زکات آخستلو مستحق نه وي، خو بيا به هم زکات غواړي.

25 ښځو به جامې اغوستې وي، خو بيا به هم لوڅې وي، يعنې جامې به ئې دومره نازکې وي، چې د هغې څخه به ئې وجود ښکاريږي.

26: زنا کول به آسانه او د زنا کولو وسايل به زيات شي.

27: جهالت به عام شي، خلک به ددنيا په علم پوه وي، ليکن د جهالت له وجهې نه به د ديني علم څخه غافله وي.

28:بې حيا ښځې او د موس
کاپی نشر کوونکی
زمری خان وطن دوست

Photos from Islami information interesting's post 18/02/2024

د لمانځه پښتو آسانه ژباړه!
شریکول یې صدقه جاریه ده.

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Islami information interesting publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

S’abonner

Nous vous informerons de toute nouveauté à Landen.