Doctor Arifah Zadran
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor Arifah Zadran, Health/Beauty, Islamabad.
په ډاکټرۍ کې خورا مزې او ګټې دي، څوک ساعت⌚️ راکوي، څوک ایپاډ📱راته ډالۍ کوي او څوک لېپټاپ 💻 راته راوړي، وړمه ورځ یو چا راته ویل: عارفې! اپل واچ سره څنګه یې؟ خوښ دې دی؟ ما وې: ولې نه! اتي بله ورځ یې اپل واچ ⌚️ راته ډالۍ کړ.
د Nusuk په نامه یو اپلیکېشن دی، چې د سعودي د حج او عمرې وزارت لخوا جوړ شوی، د حج او عمرې اړوند خدمات او مالومات وړاندې کوي، د Ai په وسیله د طواف د هر پوړ د ګڼې ګوڼې کچه درښيي، چې کوم پوړ کې څومره ګڼه ګوڼه ده او طواف څومره وخت نیسي، همداسې د سعي (صفا او مروا) اړوند مالومات هم درته وړاندې کوي، د نبوي مسجد روضه کې (ریاض الجنه) د لمانځه لپاره له مخکې وخت اخیستل، د هوټلونو پتې، د ښار نقشه، د زمزم اوبو ځایونه، د ټیلفون سیمکارټ او انلاین پوښتنې هم ځوابوي.
هېوادونه دغسې جوړېږي، چې ښځې او نر دې تعلیم کوي، له ټیکنالوژۍ څخه به هم دیني او هم دنیوي چارو کې کار اخلې او ملت به د علم په ګاڼه سمبالوې.
نړۍ به همداسې پرمخ روانه وي، موږ به پېغورونه ورکوو او لکه یو وروسته پاتی حاسد انسان، پرمختګ ته به یې په بده سترګه ګورو.
که دې اقتصادي وضعیت ښه وي، له رېړۍ والا، ترکاري والا او نورو غریبانو سره چنې مه وهه، بلکې یو څه اضافه پیسې ورکړه، هغه به دې خیرات شي.
شيخ صلاح ته یوې نجلۍ زنګ راوهلی و، چې پلار مې مړ دی، دوه وروڼه مې سرپرستان دي، مشر ورور مې قبرپرست، پیرپرست، خرافاتي او بدعتي دی، خو کشر ورور مې د توحید عقیده لري، له خرافاتو، شرکیاتو او بدعتونو پاک مومن دی، اوس مې نکاح ده، نکاح کې مې سرپرست (ولي) باید مشر ورور شي، که کشر؟
شیخ صلاح ورته وویل: که واقعاً همداسې وي، لکه څنګه چې تا تشریح کړي، بیا نو ستا سرپرست (ولي) باید کشر ورور شي.
په افغانستان کې یو مشهور مولوي او مفتي دی (نزاکتاً یې نوم نه اخلم) یو چا يې بیان رالېږلی و، نوموړی وایي: یو بزرګ و، هره شپه به یې تهجد لمانځه کې یو قرآن ختماوه، بل بزرګ و، څلوېښت کاله یې د ماخستن په اوداسه د سهار لمونځ کړی و.
دا کیسې هم عقلاً د منلو وړ نه دي، هم شرعاً ناسمې دي، عقلاً ځکه چې دا یوه شپه کې ناممکنه ده، چې سړی دې قرآن ختم کړي، بل دا چې حدیث کې منعه هم راغلې، چې سړی دې تر ۳ ورځو لږه موده کې قرآن ختم کړي. بل دا چې څلوېښت کاله د شپې خوب نه کول او صرف د ورځې ویدېدل هم عقلاً ناسم کار دی او هم شرعاً، عقلاً ځکه چې شپه د خوب او استراحت لپاره ده او شرعاً ځکه ناسم کار دی، چې دا کار د رسول الله ﷺ د سنت طریقې خلاف عمل دی، رسول الله ﷺ به هم د شپې خوب کاوه، هم به یې استراحت کاوه، هم به یې خپلې کورنۍ ته وخت ورایسته او هم به یې عبادت کاوه.
مطلب مې دا دی، چې زموږ خلکو ته اکثرو مولویانو او ملایانو د حقیقي دین (قرآن او سنت) د ورزده کولو پر ځای، دغسې دروغ کیسې او خرافات د دین په نامه ورزده کړي او په بدعتونو یې بوخت کړي، نو کله چې موږ ورته قرآن او سنت بیانوو، دوی ته عجیبه ښکاري، وایي، اختلافي مسایل مه بیانوه! ځکه دوی ته هماغه خرافات او مزخرفې کیسې خوند ورکوي، چې وایې وري.
که شیدو کې زمزم اوبه هم ګډې کړئ، بیا هم شیدې خالصې نه پاتې کېږي او دې ته دوکه ویل کېږي. همدا مثال د بدعت هم دی، که هر څومره ښه کار او په ښه نیت دین ته ورزیات شي، هغه بدعت او ناروا دی، ځکه دین د قرآن او سنت په بڼه بشپړ شوی، اوس هېڅوک دا صلاحیت نه لري، چې له ځانه دین ته یو عمل ورزیات کړي، دا د بدعت حسنه اصطلاح هم بدعتیانو باب کړې، خو حدیث کې مطلق هر ډول بدعت "كل بدعة ضلالة" ګمراهي بلل شوې.
نجلۍ ته د مرکې یا د نکاح د وړاندیز پر مهال، یوازې د هغې ښکلا، اخلاقو او صورت ته ترجیح مه ورکوئ، بلکې د عقیدې په اړه یې هم مالومات کوئ، چې عقیده یې د توحید (د قرآن او سنت) مطابق ده، که قبرپرسته، پیرپرسته، تعویذپاله، خرافاتپاله او بدعتي ده! ایا د نظر لپاره د قرآن سورتونه او سنت دعاګانې وایي، که شنه دانه ځړوي او سپېلني لوګي کوي، ځکه راتلونکي کې مو تر ډېره ماشومان د مور روزنه او عقیده خپلوي، نو تر هر څه مخکې عقیده مهمه ده. بل دا چې دغسې نجونې، طبعاً د موحدینو (د توحید والو عقیده درلودونکو) کورنیو کې پیدا کېږي، نو که یې د نارینه وو عقیدې اصلاح وي، د کورنۍ د ښځو عقیدې به یې هم اصلاح وي.
د ChatGPT د بنسټګر یوه مرکه مې ولیده، خبریال پوښتنه ترې کوي، دا مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ خلک حیران کړي، چې دا څنګه د هرې موضوع په اړه په هره ژبه دقیق او کره مالومات وړاندې کوي، پوښتنه یې ترې وکړه، چې نوموړی خو به له خدای سره کومه اړیکه نه لري، چې داسې یو خارق العاده نوښت یې کړی؟ هغه ورته وویل: نه! زه له خدای سره کومه اړیکه نه لرم. ما وې، ښه دی، چې دا کوم پیر میر نه دی، اوس یې سملاسي ویل، چې هو! زه له خدای سره اړیکه لرم، هغه ما ته الهام کوي او دا لاسته راوړنه کرامت دی.
یو چا لیکلي وو: "اکثره وخت له غریب اولاد څخه مور او پلار خپه وي"
واقعیت هم همداسې دی، ځکه ډېری وخت د کورنۍ شخړو او اختلافاتو لامل کمزوری اقتصاد وي، د ښاغلي ګربز ویډیوګانې وینم، چې پلار ته ډول-ډول قېمتي ډالۍ وړاندې کوي او نازوي یې، غریب زوی ته چې پلار ووایي، د کور سودا راوړه، هغه بېچاره شل بهانې ورته کوي، ځکه پیسې نه لري.
نو ځکه رسول الله ﷺ له فقر (بېوزلۍ) د نعمتونو له کمښت او ذلت څخه د الله پناه غوښتې وه.
"اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْفَقْرِ، وَالْقِلَّةِ، وَالذِّلَّةِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ أَنْ أَظْلِمَ أَوْ أُظْلَمَ"
پر دوکان یې د اس نال ځړولی وي، چې کاروبار یې وده وکړي، د موټر پر شا یې بوټ ځړولی وي، چې ټکر ونه کړي، په غاړه یې تعویذ وي، چې ناروغ نه شي، پر مټ یې د تبرک لپاره د زیارت رښکۍ تاو کړې وي، د زیارت پر ونه یې مېخ ټکوهلی وي، چې بخت یې خلاص شي، د قبر خاوره د شفاء لپاره خوري، پر ماشومانو یې شنه دانه د نظر نه لګېدو لپاره ټومبلې وي، خو بیا به هم ځان ته ښه تکړه مسلمان وایي، چې پوښتنه ترې وکړې، د هر لمانځه سجده کې چې (سبحان ربي الاعلی) وایې، دغه تسبیح څه مانا لري؟ په مانا به یې نه پوهېږي، د توحید تعریف ترې وپوښته، زده به یې نه وي، خو بیا به هم وایي، موږ د نړۍ تر ټولو تکړه مسلمانان یو.
د انسان یاداښت که هر څومره کمزوری وي، خو بیا هم بدې خاطرې یې هېڅکله نه هېرېږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Islamabad
