Irfan Vlog
په ترکیه هیواد کې د زدکړیالانو، کاریګرو ژوند او د ترکې د ښکلو ښارونو ننداره!
ریس الوزرا له بي بي سره لومړۍ مرکه
راځئ نن ترکان درباندې وګورم چې څومره د کلیمه طیبې په معنا پوهیږي.
05/08/2026
(۵) د اګسټ د ترافیکي څراغونو نړیوالې ورځې سره برابره ده.
یوه ورځ د ترکي ژبې د زده کړې په دوران کې یو عنوان په کتاب کې راغی؛ چې مونږ باید د خپل هیواد د ترافیکي قوانینو په اړه خبرې کړې وې. هر زده کوونکي خبرې وکړې؛ تر ډېره د ویل چې قوانین شته، خو ځینې وخت یې مراعت مشکل وي چې دا نورمال ده.
زما نمبر راورسېد او له مخکې فکر کاوه؛ چې خپلې ستونزې ته څنګه پرتوګ جوړ کړم؛ خو هېڅ لاره نه.
اخر مې وویل چې بدبختانه مونږ اصلا ترافیکي قوانین نه لرو.
استادې پوښتنه وکړه، چې له څلورلارو څنګه موټرې تېریږي؟
ما ورته وویل چې د چا څنګه خوښه وي.
ترافیکي قوانین د هیوادالو ژوند ژغوري، د ګڼې ګوڼې کمېدو کې مرسته کوي.
د لوړو زدکړو وزیر کابل کې د ترکیې له سفیر (سادین آیلیډيز) غوښتي چې د افغانستان پوهنتونونو ته دې د تدریس په موخه د ترکي استادانو رااستولو په تړاو همکاري وکړي.
نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې د عملي کار په موخه دې د یاد هېواد مستعد ډاکټران افغانستان ته راشي او هم دې د لوړو زده کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونه په تجهیز کې همکاري وکړي.
دا خبر مې د مشواڼي صاحب له صفحې څخه راوخیست. تېر ورځ مې هم یادونه وکړه، چې زمونږ دا کدرونه دلته په زده کړو بوخت دي چې دا استادان ورته حیران دي. ددې ځای له استادانو سره یې هېڅ توپیر نشته. هغه معاش چې ترکي استادانو ته ورکوئ، هغه عزت او سهولت چې ترکي استادانو ته برابریږي د خپل هیواد کدرونو ته یې برابر کړئ؛ وې نازوئ، پوښتنه یې وکړئ او در وې غواړئ.
زه هڅه کوم تر څو دلته له کدرونو سره مرکې وکړم ددوی پوهه او علمیت در وښایم.
پښتنو خو هسې قسمت خراب ده؛ دا جراره ژبه او ښکلا ددې ماشومې خو غریبۍ ترې لاره ورکه کړې
💔
د ترکې ښکلی کرابوک ښار او څو خبرې
ددې کډې په تمه خو مونږ هم یاستو
کوجالي او ښکلی پاک پارک
کوجالي ښار او ښکلې منظره
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Erzurum
25700
