Afghan khan
Update News ,product,service,
11/10/2026
نن له مسافرۍ څخه کابل ته راستون شوم. کور ته تر تګ وړاندې مې په لومړۍ ورځ د درناوي او دعا په موخه د خوږو ملګرو سره یوځای د ملي اتل شاپور ځدراڼ او د ویاړلي لومړني افغان فضانورد، عبدالاحد مومند، هدیرې ته ورغلو د دوی لپاره مو دعا وکړه.
دوی زمونږ د تاریخ ویاړونه او د ولس د عزت نومونه دي. الله تعالی دې یې ارواوې ښادې، قبرونه دې یې د جنت باغچې او یادونه دې یې تل پاتې لري.
امین ، ثم امین.....
11/10/2026
وس به رنګ راوړي !
د کوزي پښتونخوا دریم مخلوق هم د خپل حق غوښتلو لپاره سړکونو، کوڅو او ښارونو ته راوتلي دي.
هغه نر.ان پښتا.نه چي د بریتو یې ویني څاڅې باید هغوي هم د خپل حق لپاره میدان ته راوځي او خپل حق باید وغواړۍ.
نن مو موقع ده باید دا موقع د لاسه ورنکړي که نن چوپ پاتي شوۍ ټول عمر به همداسي د پنجاب غلامان یاستۍ.
Pk.States
07/10/2026
له فیسبوک څخه د عایدو ترلاسه کول او مونيټایزیشن هغه وخت ترسره کېږي چې تاسې دا لاندې شرايط په نظر کې ونیسئ:
لومړی:
مونیټازیشن هغه وخت تاسې ته راځي چې ستاسو اکونټ جعلي نه وي، د فیسبوک د ټولنې شرایط مات نه کړي. محتوا یا پوسټونه باید ستاسو پخپل لاس جوړ شوي وي. د بل چا کاپي شوې ویډیوګانې، فحش، تاوتریخوالی، د درواغو خبرونه او د کرکې ډکې خبرې خپرول مونیټازیشن نه راوړي.
دویم:
د فیسبوک مونیټایزیشن کې مهم شی کنټنټ مونیټایزیشن دی چې تاسې ته په وېډیو، عکسونو، لیکنو او حتا سټوریانو هم پیسې درکوي، خو ۱۰۰۰۰ لس زره فالورز، تقریبا ۱۰۰ زره ویوز او داسې لوکیشن چې هلته فیسبوک د عایدو ورکولو پالیسي لري، دا یې شرایط دي.
درېم:
په افغانستان کې مونیټایزیشن فعال نه دی خو که ستاسې محتوا او وېډیوګانې خپلې وي. فالورز مو پوره وي، تاسې کولی شئ له بهر هیوادونو کوم ملګری په پاڼه کې اډمین کړئ، یو میاشت دننه کې به تاسې ته مونیټازیشن فعال شي.
څلورم:
دې ته مو پام وي چې له شرایطو پوره کولو وروسته هم باید تاسې خپلو نشراتو ته پام وکړئ. که ځینې اصول مات کړئ، فیسبوک پر تاسې د لنډ یا ډېر وخت لپاره بندیز لګوي.
دا چې له کومو غلطیو ځان وساتو؟ څنګه دا پروسه لنډه او آسانه کړو؟
نور بیا…
که تاسې په دې تړاو نورې پوښتنې لرئ، کمنټ وکړئ.
پوسټ شیر کړئ، تر څو نور افغانان ورونه هم ورنه ګټه واخلي...
❤❤
07/10/2026
سهار په خیر
ساده زنده ګي تالقان .
06/10/2026
نن د نه هېرېدونکي دافغانستان د کرکټ د ملي ستوري شهید نجیب الله ترهکي د شهادت شپږم تلین دی.
الله تعالی دې د نجیب جان شهادت قبول او روح ښاد ولري. 🤲
04/10/2026
د کندهار خلکو مینه !
راشدخان ته په دومره لوړه کچه او له افغانیت انسانیت ډک استقبال تراوسه هیڅا په افغانستان کې ندی کړي
همدا راشدخان یوً څه موده مخکې هغه بل ولایت ته هم سفر وکړه
له سفر مخکې ورته بازی کنځل کول
بیا چی له هغه ځای بیرته راعلی بیا یی هم ورته کنځل کول
یانی څومره عټ توپیر دلته موجود دی
په رښتیا هم چی هره ټولنه د قدر غزت او شرافت په اساس نه وی
دوی یوازی خپل ځان ته خوشحاله دی چی موږ یو څوک یوو
بیا هم له کندهار خلکو نړۍ نړۍ مننه چی خپل فرهنګ او خپل تاریخ مو تل پشان یو ځل بیا جیګ او سري سترګې وساته.
مننه کندهاریانو
❤😘
02/10/2026
د ماشوم لاس ونیسئ، مینه ورکړئ، تعلیم ورکړئ او د خوبونو د پوره کولو لپاره یې وهڅوئ. 🌸📚
ځکه نننی ماشوم، د سبا روښانه راتلونکی دی. 🤲✨
01/10/2026
واو 😱نړېوال شل اوریزه لېګ
رحمن الله ګربز په ۳۱۰ زره ډالرو د ګلف جاينټس لوبډلې له لوري واخيستل شو ډیر زیات دی ورته مبارک وی..
30/09/2026
شای هوپ د هند خلاف سلیزه ووهله.
او زموږ صدیق بیا ورسره اتل او ګربز بیا د ویکت ورکولو کې ښه بی ساری ریکاردونه لری.
30/09/2026
نن سبا ښار کې دوپه ګري بېخي عامه شوې!
اوس یو ملګری زنګ راوکړ وارخطا وارخطا غږېده، وی ښار ته راشه کار مې درسره ده، زه هم یو څه زر راغلم چې ومې لید سړي دا مبایل راکه وی همدا اوس مې په 18 زره افغانۍ واخیست S 25 Ultra ده، مبایل مې چې وکوت خندا هم راغله غوصه هم، چې ولې یو څوک دومره ساده شي؟
کاپي مبایل یې په خرڅ کړی ؤ، چې هلک ته مې وویل دا خو کاپي ده یو دم یې رنګ والوت تک ژیړ سو یو څو اسویلي یې هم ووېستل،
خدای شته زړه مې په درد وکړ، مالې د خدای ظالمه د مبایل ځایونه معلوم دي چې چېرته یې واخلې او خرڅ کړې، ته راغلی یې د سړک په سر دې جلاپ نه مبایل اخیستی
هغه مې چې مبایل والا ته وروړ په 2 زره افغانۍ یې ترې غوښتنه، دا هم د اخیستو وخت کې پرې شکي شوی ؤ یو عکس یې ترې اخیستی ؤ کمېنټ کې به عکس پرېدم که چا وپېژند چې سړی راټینګ کړو.
متن ملګري طارق لیکلی دا څنګ کې انځور د هماغه سړک سر شخص دی چې یو ساده افغان ته یې فرېب ورکړی هیله ده موندلو کې یې مرسته وکړئ.
اوپوست شیر کړئ چې دغه فریب کاره پیداشی .
کاپی
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Afghan khan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Subscribe
We will notify you when anything happens in Kabul.